د افغانستان کرکټ بورډ د د عمومي رییس فرهان یوسفزي له راتګ وروسته د نوموړي په شخصي شرکت بدل شوی دی او نه یوازې دا چې ګمارنې پکې د اړیکو او خپلوۍ په واسطه روانې دي، بلکې هر څه هم له ولس پټ ساتل کېږي.
نوموړی څه کم دوه کاله مخکې د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو، چې په دې دومره موده کې هغه ډېر کم په کرکټ بورډ کې لیدل شوی دی.
د دې تر څنګ چې نوموړی کرکټ بورډ ته ډېر نه ځي، د کرکټ بورډ چارې يې خپلو څو خاصو کسانو ته ساتلي دي، چې هر څه د هغوی په خوښه روان دي.
فرهان یوسفزي د خپل کار په لومړي کال کې شاوخوا ۸۰ کسان په واسطو مقرر کړي و، چې له ډلې يې د هغه سلاکار هم د کرکټ بورډ له لارې ځان امریکا ته ورساوه.
د فرهان یوسفزي په دې وخت کې له خلکو سره ډېر عادي معلومات هم نه شریکېږي او هر څه پټ ساتل کېږي.
د زمبابوې سره د افغانستان لوبو ته شاوخوا ۱۵ ورځې پاتې دي، خو تراوسه پورې کرکټ بورډ د دې سیالیو په اړه رسمي اعلان نه دی کړی، لوبډله نامعلومه ده او د لوبو ځای هم تراوسه نه دی معلوم.
په ننګرهار کې د یو شمېر لوبغاړو تمریناتي کمپ هم پیل شوی دی، خو کرکټ بورډ يې معلومات پټ ساتلي، څو ورځې وړاندې د شاوخوا ۱۵ لوبغاړو څخه په ننګرهار کې د یو-یو ټېسټ اخیستی دی، خو معلومات يې نه دي ورکړل شوي.
په کرکټ بورډ کې د ګمارنو، د شفافیت او معلوماتو د نه شریکولو په تړاو خلک په کرکټ بورډ سختې نیوکې کوي، خو کرکټ بورډ نه د فرهان یوسفزي شخصي شرکت جوړ شوی دی.
لیکوال: بېدار افغان