کورپاڼه / هنر او کلتور / آیشه شرف د جیکي شرف دوه ودونو ته څنګه راضي شوه؟

آیشه شرف د جیکي شرف دوه ودونو ته څنګه راضي شوه؟

د بالیووډ اداکار یا هنرمند جیکي شرف د خپلې میرمنې آیشه شرف په زړه په زړه پورې څرګندونې وکړې.

جیکي شرف له آیشه شرف سره له اوږدې مودې اړیکې وروسته په ۱۹۸۷ کال واده وکړ، چې اوسمهال دوه اولادونه لري، یو یې زوی ټایګر شرف او بله یې لور کرشنا شرف نومېږي.

جیکي شرف د یوې انټروۍ پرمهال وایي، هغه وخت چې له آیشه سره مې د لومړي ځل لپاره ولېدل نو ډېره کم عمره وه او له څو لېدنو وروسته آیشې راته د مینې اظهار وکړ، بیا ما ورته وویل چې زه یوه ملګرې لرم، په امریکا کې درس وایي او زه ورته په تمه یم.

جیکي شرف زیاتوي، چې آیشې دې خبرې سره رانه وپوشتل چې آیا زه ورته یو لیک لیکلی شم؟ چې بیا ما ورته د (هو) وویل.

جیکې شرف وایي، چې ایشې یې ملګري ته په لیک کې ویلي ول، چې ته بېرته ولې نه راځې، موږ دواړه له جیکي سره یوځای واده کوو او د خویندو په څېر به اوسېږو.

جیکي شرف په خندا وایي چې داسې نه شو کېدلی کنه نو اوس به مو دوه میرمنې وې، بله خوا آیشه شرف بیا وایې چې زما خپله هم باور نه راځي چې ما ولې داسې وکړل، خو ما په هیڅ صورت نه غوښتل چې جیکي دې له لاسه ورکړم.

Loading...

دا هم ولولئ

امیتاب بچن ناروغ دی؛ عملیات به یې ترسره شي

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند امیتاب بچن چې په بیګ بایي یا مشر ورور …