پاکستان د درې نړیوالو شل اوریزو لوبو په وروستۍ لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او له ټېسټ لوبلړۍ وروسته يې د نړیوالو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ هم وګټله.
دا لوبه چې په لاهور کې ترسره شوه، پاکستان پچه وګټله او لومړی يې سویلي افریقا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډیویډ میلر د ۷ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مټ په ۴۵ توپونو ۸۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د پاکستان له خوا زاهد محمود ۳، محمد نواز او حسن علي ۲-۲ ویکټې واخیستې.
د ۱۶۵ منډو هدف د پاکستان لوبډلې په ۱۸.۴ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۴ ویکټو په توپیر يې په لوبه کې بریا خپله کړه.
د دوی له لوري بابر اعظم ۴۴ او محمد رضوان ۴۲ منډې وکړې.
د سویلي افریقا له لوري تبرېز شمسي ۴ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمد نواز ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه محمد رضوان ته ورکړل شوه.
د ۳ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ کې پاکستان په ۲-۱ سره بریا خپله کړه. د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې پاکستان د ۲ ټېسټ لوبو لړۍ کې هم سویلي افریقا ته په ۲-۰ سره ماتې ورکړې وه.