کورپاڼه / خپلواک / د بنګله دېش کرکټ بورډ او لوبغاړي ښکر په ښکر شوي
شکېب الحسن

د بنګله دېش کرکټ بورډ او لوبغاړي ښکر په ښکر شوي

خپلواک وېبپاڼه (۲۳ اکتوبر ۲۰۱۹): د بنګله دېش کرکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ شخړه لا هم پسې زياته شوې ده، چې که دغه ستونزه ژر حل نه شي، نو ښايي د بنګله دېش په راتلونکو لوبو ژور اثر پرېباسي.

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبغاړو د معاشونو او نورو برخو په لړ کې احتجاج کړی دی او وايي، چې تر څو د دوی غوښتنې نه وي منل شوي، دوی به په هېڅ ډول کرکټ کې ګډون ونکړي، بل لوري ته د بنګله دېش کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې د لوبغاړو احتجاج کرکټ ته تاوان رسول دي.

د بنګله دېش کرکټ لوبغاړو د دغه هېواد له کرکټ بورډ نه ۱۱ غوښتنې کړې دي او وايي چې تر څو دغه غوښتنې نه وي منل شوي، نو دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي. همدا راز تېره ورځ د بنګله دېش کرکټ بورډ يوه بېړنۍ ناسته هم کړې او پر لوبغاړو يې سختې نيوکې کړي دي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ چيرمېن نظم الحسن وايي، که دوی لوبې کول نه غواړي، نو نه دې يې کوي، دوی څه غواړي زه هېڅ نه پوهېږم چې د غوښتنو د منلو لپاره دوی له لوبو کولو ولې انکار کړی دی؟ دا اوس کوم منطق دی؟

د بنګله دېش لوبډله راتلونکې مياشت کې له هند سره دوه ټېسټ سيالۍ لري، همدا راز بله اونۍ کې په بنګله دېش کې د فرسټ کلاس سيالۍ هم پيلېږي، که چېرته دغه احتجاج ژر ختم نه شو، نو دا سيالۍ متاثره کولای شي.

د بنګله دېش شل اوريزې لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ مخکښ الراونډر شکېب الحسن له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې ښايي موږ کې ځينې کسان درې يا څلور کاله نوره لوبه وکړي، ځينې به لس کاله نوره لوبه وکړي، خو موږ د بنګله دېشي لوبغاړو د راتلونکي لپاره دا ګام پورته کړی دی.

دوی وايي چې د فرسټ کلاس لوبغاړو معاش دې ۱۰۰ زره ټکا (بنګله دېشۍ پېسې) شي، همدا راز د لوبغالي د کارکوونکو، ځايي روزونکو، لوبڅارانو، فيزيو او ټرېنرانو معاشونه هم زيات شي.

دوی همدا راز وايي، چې د ډهاکه پریمئير ليګ دې په پخوانۍ طريقه ترسره شي، په بنګله دېش پريمئير ليګ کې دې هم ګوتې نه وهل کېږي او په ډومېسټک لوبو کې د معيار لوړ او ورځنۍ پېسې لوبغاړو ته ورکړل شي.

همدا راز دوی يو شمېر نورې غوښتنې هم لري او وايي چې تر څو د دوی غوښتنې نه وي منل شوي، تر هغې پورې دوی کرکټ نه کوي او چې کله يې غوښتنې ومنل شوې، نو دوی به بېرته کرکټ پيل کړي. د بنګله دېش کرکټ بورډ مسوولين اوس سردردی جوړ شوی او هېڅ نه پوهېږي چې دا مشکل په کومه طريقه حل کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …