کورپاڼه / ريکارډونه / پاکستان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ستر ريکارډ جوړ کړ
بابر اعظم او شاهين شاه اپريدى

پاکستان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ستر ريکارډ جوړ کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تېره ورځ د سويلي افريقا لوبډلې ته په نړيواله شل اوريزه لوبه کې ماتې ورکړه، چې تر څنګ يې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ په ٢-١ سره وګټله، همدا راز يو ستر ريکارډ يې هم جوړ کړ.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د پاکستان لوبډله لومړنۍ او يوازينۍ لوبډله شوه چې ١٠٠ نړيوالې شل اوريزې لوبې يې ګټلي دي.


پاکستان تراوسه پورې ١٦٤ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ١٠٠ لوبو کې يې بريا خپله کړې، ٥٩ لوبو کې له ماتې سره مخ شوې، ٣ لوبې يې مساوي شوي دي او ٢ لوبې يې بې پايلې پاى ته رسېدلي دي، همدا راز د بريا سلنه يې ٦٢.٥٧ ده.

له پاکستان وروسته د هند لوبډله ده چې په ١٣٧ لوبو کې يې ٨٥ برياوې خپلې کړې دي، همدا راز سويلي افريقا په ١٢٧ لوبو کې ٧١ برياوې خپلې کړې دي.

د اسټراليا لوبډلې په ١٣١ لوبو کې ٥٩، د نيوزيلېنډ لوبډلې په ١٣٧ لوبو کې ٦٥ برياوې، د انګلستان لوبډلې په ١٢٦ لوبو کې ٦٤ برياوې، د سريلانکا لوبډلې په ١٢٨ لوبو کې ٥٩ برياوې او د افغانستان لوبډلې بيا په ٨١ لوبو کې ٥٥ برياوې خپلې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

احسان الله جنت او راهول ډريويډ

شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې د هند ملي …