کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي ٣ سلاکاران ټاکلي چې شاوخوا ٦٠٠ زره افغانۍ معاش ورکوي
رحمت الله قريشي

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي ٣ سلاکاران ټاکلي چې شاوخوا ٦٠٠ زره افغانۍ معاش ورکوي

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي چې د ټاکل کېدو سره سم يې د شفافيت غږ پورته کړى و، د ځان لپاره په کرکټ بورډ کې درې سلاکاران ټاکلي دي، چې شاوخوا ٦٠٠ زره افغانۍ معاش ورته ورکول کېږي.

د کرکټ يو مبصر او کمنټېټر بادام احمدزي تېره ورځ په خپله فېسبوکپاڼه کې په يوه ويډيو کې د دې کسانو نومونه او معاشونه له خلکو سره شريک کړل.

هغه وايي، چې رحمت الله قريشي د خپل ترور زوى محمد حسېن د سوداګرۍ په چارو کې خپل سلاکار ټاکلى او ١٢٨١٤٥ افغانۍ مياشتينى معاش ورکوي، همدا راز شمس الدين غياثي يې د تدارکاتي چارو سلاکار ټاکلى دى او ٣٢٤١٧٠ افغانۍ معاش ورکوي او دريم کس بيا اصف پښتون نومېږي، چې د پالېسۍ جوړولو په چارو کې سلاکار ټاکل شوى دى او ١٤٥٠٠٠ افغانۍ معاش ورته ټاکل شوى دى.

د بادام احمدزي په وېنا، دا سلاکاران په غېر قانوني ډول ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کرکټ بورډ تراوسه پورې د ملي لوبډلې لپاره سپانسر نه لري، ١٥ ورځې وروسته افغانستان له زمبابوې سره د ټېسټ او نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ لري، خو تراوسه پورې د ملي لوبډلې د لباس سپانسر، د ټايټل سپانسر او همدا راز عمومي سپانسر نه دى معلوم.

بلخوا د لوبو ځاى، لوبډله، تمرينات او کره نېټو په اړه هم تراوسه پورې کرکټ بورډ له رسنيو او خلکو سره هېڅ معلومات نه دي شريک کړي او دا چې دا لوبې ترسره کېږي، ځنډېږي او که لغوه کېږي، په دې اړه هېڅ معلومات نه خپرول کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …