کورپاڼه / جالب / آیا پوهېدئ چې د مخ د پوستکي لاندې چینجي وي؟

آیا پوهېدئ چې د مخ د پوستکي لاندې چینجي وي؟

آیا پوهېدئ چې د مخ د پوستکي لاندې د اته پښو لرونکي چینجي اوسېږي؟ دا ډول چینجي په هغه غوړو خپل ژوند تېروي چې د پوستکي د سوریو لاندې د غدو څخه خارجېږي او په دې ډول خپل نسل ډېروي.

دا چینجي Demodex folliculorum یا د مخ چینجي هم ورته ویل کېږي، چې تقریباً ۰.۳ ملي میتره اندازه لري او پر مخ د ویښتانو د راختلو په بیخ کې ژوند کوي او په هغه غوړو ژوند کوي چې زموږ د پوستکی د نمجن ساتلو لپاره خارجېږي یعنې دا ډول چینجي په ډېره اندازه د مخ په غوړو برخو، سترګو، پوزه او د خولې پر شاوخوا کې شتون لري او موږ چې هر څومره خپل پوستکی وسولوو، ځان ور څخه نه شو ژغورلی.

خو زموږ دفاعي سیستم نه پرېږدي چې ددې چینجیو نسل ډېر شي او که چېرته یې نسل ډېر شي نو دې ډول حالت ته demodicosis ویل کېږي او هغه کسان چې د دا ډول حالت ښکار وي Demodex frost وایي.

په حیرانوونکې ډول د نوو زېږېدلو ماشومانو د مخ پوستکی له دا ډول چینجیو پاک وي، خو بیا د خلکو په لمسولو سره ورو ورو پیدا کېږي، له لس کلونو څخه کم عمره ماشومانو کې دا چینجي بېخي کم وي، خو په ډېر عمر لرونکو کې یې بیا شمېر زیاتېږي. ویل کېږي چې د مخ چینجي په عام ډول زیانمن نه وي او کله چې موږ ویده کېږي نو زموږ پر پوستکي خپل نسل ډېروي او د پوستکي لاندې هګۍ اچوي.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …