کورپاڼه / روغتيا / څنګه له ډېر خوراک یا ډېر خورۍ له ناروغۍ ځان وژغورو؟

څنګه له ډېر خوراک یا ډېر خورۍ له ناروغۍ ځان وژغورو؟

ډېر خوراک یا ډېر خوري د روغتیایي کارپوهانو لخوا یوه ناروغي ګڼل شوې، چې Over Eating Disorder ورته وایي چې بیا د ډېرو ناروغیو سبب ګرځي، نو له دې ناروغۍ څخه ځان ژغورنه یا خلاصون د ښه او صحت مند ژوند لپاره اړین وي.

روغتیايي کارپوهان وایي لکه څنګه چې یو ماشین بریښنا یا پترولو ته ضرورت لري همدغه ډول د انسان بدن او دماغ خوړو ته اړتیا لري او د یو اوږد او صحت لپاره دا خبره اړینه ګڼي چې په ورځني ډول څومره او څو ځلې خواړه وخوړل شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په ډېر خوراک سره زموږ بدن ډېره کالوري اخلي او د چاغښت سبب مو ګرځي او ذهن هم خرابېږي.

څېړونکي وایي چې د څېړنو له مخې یې معلومه کړې چې په لږ خوراک سره د انسان بدن او دماغ متحرک کېږي او د انسان د بدن غړي په ښه توګه فعالیت پیل کوي. دغه راز د ډېر خوراک په نتیجه کې د انسان ځیګر، دماغ او زړه ډېر اغېزمن کېږي او د چاغښت په ګډون د شکر ناروغي، د کلیسټرولو ډېروالی او بندونو او عضلو درد رامنځته کېږي.

له ډېر خوراک یا ډېر خورۍ څخه د ځان ساتلو لپاره څو ګټورې لارښوونې:

هره ورځ پخپلو خوراکي توکو کې ورو ورو کمښت راولي او تر لږ وخته ځان وږی پرېږدئ.

خواړه ورو ورو وخورئ، د خوراک پرمهال خوړو ته پام ولرئ او د موبایل او تلویزون له استعمال څخه ډډه وکړئ.

ځان مصروفه وساتئ، کنه نو قدم ووهئ او ورزش وکړئ.

له خوږو څښاکو، یخو څښاک، کافي او له بوره لرونکو چایو ډډه وکړئ.

په ورځ کې یوازې درې ځلې شپږ یا اوه ساعته وروسته خوراک وکړئ، که چېرته بیاهم وږي شوئ، د لېمو اوبه، شین چای یا سپیغول یاهم مېوه وخورئ.

مېوې، سابه او سلاد استعمال کړئ او د خوراک پرمهال خواړه ښه وژوئ ترڅو ښه میده شي او په هضم کې یې اسانتیا رامنځته شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هره ورځ دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورئ او له ناروغیو ځان وساتئ

د مېوو او سبو د بې شمېره ګټو په اړه خو موږ ټول پوهېږو، خو …