کورپاڼه / خبرونه / تبرېز شمسي مجيب الرحمان له خپل مقامه راوغورځاوه
تبرېز شمسي او مجيب الرحمان

تبرېز شمسي مجيب الرحمان له خپل مقامه راوغورځاوه

د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي تبرېز شمسي د پاکستان پر وړاندې ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په درجه بندۍ کې يې پرمختګ وکړ او د افغانستان مجيب الرحمان يې هم له خپل دويم مقام راوغورځاوه.

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) له لوري د نړيوالو شل اوريزو لوبو د توپ اچونکو تازه درجه بندي اعلان شوې ده، چې مجيب الرحمان پکې خپل دويم مقام له لاسه ورکړى دى.

په تازه درجه بندۍ کې تبرېز شمسي درې مقامه پرمختګ کړى دى او اوس له راشد خان وروسته په دويم مقام کې قرار لري، نوموړى ٧٣٣ نومرې لري او راشد خان بيا ٧٣٦ نومرې لري.


مجيب الرحمان چې په دويم مقام کې و، اوس دريم مقام ته راښکته شوى دى، نوموړى ٧٣٠ نومرې لري. همدا راز د انګلستان عادل رشيد د ٧٠٠ نومرو سره ٤م مقام ته راښکته شوى دى او د اسټراليا اډم زمپا بيا د ٦٨٥ نومرو سره پنځم مقام ته راښکته شوى دى.

همدا راز اشټون اګر، ټيم ساوټي، شيلډون کوټريل، مچل سانتنر او کريس جورډن د تېر په څېر په شپږم، اووم، اتم، نهم او ١٠ مقام کې قرار لري.

که چېرته تبرېز شمسي تر راشد خان مخکې نورې نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي او ښه وځلېږي، نو ښايي له راشد خان لومړى مقام هم واخلي.

دا هم ولولئ

سنجى منجريکر

سنجى منجريکر: حېدراباد په دې لوبغاړو په بريا خپلولو نه ارزي

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پرون يو ځل بيا ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه او ګټې …