کورپاڼه / جالب / په برازیل کې د غاښونو یوه ډاکتره د خپلو ناروغانو د ودونو خنډ ګرځېدلې؛ خو څنګه؟

په برازیل کې د غاښونو یوه ډاکتره د خپلو ناروغانو د ودونو خنډ ګرځېدلې؛ خو څنګه؟

په برازیل د غاښونو یوې ډاکترې د ډېرو پیسو د ګټلو لپاره د خپلو سلګونو ناروغانو ژوند له تباهۍ سره مخ کړ. د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ډاکتره ګیزیلي ډي سوزا ګومي نومېږي او د برازیل د کیمپوس ډوس ګویټاکیزیس د سیمې اوسیدونکې ده او د خپلو ناروغانو د غاښونو د ډکولو لپاره ارزان بیه او غیر معیاري مواد (Filler) کارول.

د ډاکترې ګیزیلي په ددې حرکت په سبب په د سلګونو ناروغانو څېرې خرابې شوي او د څېرو د خرابېدو په سبب یې ډېری ناروغانو خپلې دندې له لاسه ورکړی او حتی تر دې چې د ځینو ودونه او اړیکې هم پرې شوې او بالاخره د ژور خپګان د ناروغۍ ښکار وګرځېدل.

برازیلي پولیس وایي، د ارزان بیه موادو د استعمال په سبب د ډاکترې ګیزیلي زیاتره ناروغان د غاښونو، وریو او د ژامو په ناروغیو اخته شوي. پولیس زیاتوي چې له ګیزیلي یې ټولې روپۍ، موبایلونه او نور توکي اخیستي او د ګیزیلي له اغېزمنو وکیل اینډریا پییز وایي، چې ځینې ناروغان د سخت تکلیف په سبب غاښونه هم نه شي برش کولی.

Loading...

دا هم ولولئ

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی+ویډیو

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی، چې په شخصي …