کورپاڼه / روغتيا / د لمدو شوو بادامو حیرانوونکې ګټې

د لمدو شوو بادامو حیرانوونکې ګټې

بادام یو له ډېرو صحت بخښوونکو خوراکي توکو څخه ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول د هغه کسانو لپاره چې د وزن د کمولو کوښښ کوي.

بادام د بې شمېره غذایي توکو لرونکی دی، چې د فایبرو په ګډون پروټین، ویټامینونه، معدني مواد او انټي اکساید لري، له څېړنو معلومه شوې چې بادام په بېلابېلو طریقو سره زموږ بدن ګټه رسوي او آیا تاسې پوهېږئ چې په نهاره سره د بادامو خوړل څه ګټه لري؟

د هضم سیستم ښه کوي:

روغتیایي کارپوهان ادعا کوي چې بادام په لمدولو سره ښه هضمېږي، اجزاء ښه جذبېږي او د هضم مرحله ښه کوي.

د وزن کمولو لپاره:

په بادامو کې د کارب اندازه لږه خو د پروټینو او فایبرو اندازه بیا ډېره وي، چې دغه دواړه غذایي توکي د وزن په کمولو کې مرسته کوي او اضافي کالوري هم کموي.

د دماغي روغتیا لپاره ګټور وي:

بادام د ډېرو ویټامین اي درلودونکې وي، چې زموږ دماغي روغتیا ته ګټور وي او زموږ د حافظې په ښه کولو کې هم مرستندویه تمامېږي.

د کلیسټرولو سطحه ټیټوي:

په ورځني ډول لمده شوي بادام د کلیسټرولو سطحه ټیټوي او په همدې ډول د زړه د ناروغیو خطر کموي، سربېره پر دې د میګنیزیم درلودل یې د وینې فشار کنټرولوي.

پوستکی ښکلی کوي:

که چېرته غواړئ چې پوستکی مو ښکلی شي، نو یو موټی لامده بادام وخورئ، د بادامو انټي اکساید په ځانګړي ډول ویټامین اي د زړښت نښې نښانې کموي او د آزادو راډیکلونو مخنیوی کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مرخېړیو نورې حیرانوونکې روغتیایي ګټې هم وموندل شوې

که څه هم مرخېړي د اړینو غذایي توکو درلودونکې دي، خو ډېر خلک ورته پام …