کورپاڼه / خبرونه / اسټریلوي لوبغاړي بین کنټګ له کمنټري کوونکې ایرن هالینډ سره واده وکړ

اسټریلوي لوبغاړي بین کنټګ له کمنټري کوونکې ایرن هالینډ سره واده وکړ

اسټریلوي لوبغاړي بین کټنګ د کورونا د وایروس په سبب له تېر یو کال ځنډ وروسته د کرکټ کمنټري کوونکې ایرن هالینډ سره واده وکړ.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دې دواړو د اسټرالیا په بیورن بی ښار کې سره واده وکړ، چې د واده په مراسمو کې یې یو سلو دیرشو کسانو ګډون کړی و، چې د ناوې او زوم کورنۍ او ملګري ور پکې شامل ول.

ایرن هالینډ په دودیز ډول سپینه د واده جوړه اغوستې وه، چې ډېره ښکلې ښکارېده، بله خوا بین کټنګ هم پخپل لباس بیا له چا کم نه ښکارېده.

د واده په دې مراسمو کې چې لږو کسانو پکې ګډون درلود، د ناوې او زوم څېره له خوشحاله ډکه وه او میلمنو څېرې هم له مسکاوو ډک ښکارېدې.

ایرن هالینډ د واده په موقع وایي چې دا ورځ له ټولو ورځو ورته ډېره غوره ده او داسې حس کوي، چې دا چې یوه ملکه وي.

نوموړې زیاتوي له دې زیاته خواهش یا غوښتنه څه کیدلی شي چې کورنۍ او ملګري دې د واده په مراسمو کې راټول وي او دا هم حقیقت دی چې ددې خلکو دوه ځلې تیارۍ زموږ له اړخه رد شوې.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …