کورپاڼه / هنر او کلتور / ګل پاڼه: عيش کوه، مزې کوه، خمار کوه، ژوند دى هسې مه کېنه څه کار کوه
ګل پاڼه

ګل پاڼه: عيش کوه، مزې کوه، خمار کوه، ژوند دى هسې مه کېنه څه کار کوه

د کوزې پښتونخوا د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې خپله نوې سندره په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده، چې د خلکو له لوري ډېره خوښه شوې ده.

دا سندره د (عيش کوه) په نوم ده، چې د سندرې تر څنګ ورته ښکلې او په زړه پورې ويډيو هم جوړه شوې ده، چې د ګل پاڼې د رسمي يوټيوب چېنل څخه خپره شوې ده.

عيش کوه، مزې کوه، خمار کوه

ژوند دى هسې مه کېنه څه کار کوه

دا سندره د پښتو ژبې مشهور شاعر عبدالرحيم روغاني ليکلې ده، کمپوز يې حشمت سهر جوړ کړى دى، موسيقي يې ايون شفيق جوړه ړې ده او ډايريکټر يې احمد نواز دى، همدا راز په دې سندره مصارف په خپله ګل پاڼې کړې دي.

د ګل پاڼې دا سندره دوه ورځې وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، چې يوازې په يوټيوب چېنل کې تراوسه پورې ٦٧ زرو کسانو کتلې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان د واده په اړه څه فکر کوي؟

د بالیووډ سلطان او مجرد ستوری سلمان خان پخپله تازه وینا کې هم په دې …