کورپاڼه / خپلواک / عجب ګل: يوازې پنجابۍ نجونه په پښتو فلمونو کې کار کوي
پښتو فلمونه

عجب ګل: يوازې پنجابۍ نجونه په پښتو فلمونو کې کار کوي

خپلواک وېبپاڼه (۲۳ اکتوبر ۲۰۱۹): د پښتو فلمونو نامتو ستوری عجب ګل وايي، چې پښتنې نجونه پښتو فلمونه ته د کار لپاره نه راځي او په دغه فلمونو کې يوازې پنجابۍ نجونه کار کوي.

د وي او اې وېبپاڼې د پښتو فلمونو په اړه يو مطلب ليکلی دی، چې پښتنې نجونې په ټيک ټاک، فېسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو کې خپلې ويډيوګانې خپروي، ان ځينې يې د خپلو نڅاوو ويډیوګانې هم خپروي، خو په پښتو فلمونو کې پښتنې نجونې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

په دوی تړاو دوی د پښتو فلمونو يو نامتو ستوري عجب ګل سره خبرې کړې دي، چې هغه هم وايي، چې په پښتو فلمونو کې هېڅ پښتنه نجلۍ نشته بلکې کومې نجونه چې پکې کار کوي، دا ټولې پنجابۍ دي.عجب ګل

هغه همدا راز بيا له دې ډډه کړې ده، چې ولې پښتنې نجونه په پښتو فلمونو کې کار نه کوي، ځکه هغه وايي که په دې تړاو څه ووايي، نو ښايي خلک يې خبرې لانجمنې کړي.

همدا طارق جمال بيا په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې يو وخت په پښتو فلمونو کې د ياسمين خان، شهناز او ثريا خان په څېر پښتنې هنرمندې وې، خو اوس چې د پښتو کوم ډول فلمونه جوړېږي، نو پښتنې هنرمندې يا نجونه نه غواړي چې په دغه ډول فلمونو کې کار وکړي.

هغه همدا راز وايي، چې د پښتو فلمونه اوس يوازې د نجونو په نڅاوو باندې چلېږي او بيا چې په دغه فلمونو کې څه ډول نڅاوې کېږي او هغې کې چې نجونه کوم ډول کالي اچوي، دا به هېڅ پښتنه نجلۍ ونکړي.

هغه همدا راز په پښتو فلمونو نيوکه کوي او وايي چې په پښتو فلمونو کې د اېکټنګ يا اداکارۍ په نوم څه نشته، خو يوازې دې ته پاتې دي چې بدمعاشي، نشې او نڅاوې پکې ښکاره کړي، پرته له دې په پښتو فلمونو کې نور هېڅ نشته.پښتو فلم ۱

همدا راز وي او اې په پېښور کې له يوې زده کوونکې سره هم خبرې کړې دي، د صايمه وسيم په نوم دغه نجلۍ چې په ټيک ټاک کې ان خپلې د نڅاوو ويډيوګانې هم خپروي، کله چې ترې پوښتنه کېږي، ولې په پښتو فلمونو کې کار نه کوي، نو وايي: ((ولې په کورنۍ مې ځان وژنم؟)) هغه همدا راز وايي، چې په ټيک ټاک يې هم ورته کورنۍ غصه ده، خو په وينا يې، چې هغوی ته يې ويلي دي دلته هېڅ د بې حيايۍ کار نه کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …