کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد نبي هم پاکستان ته لاړ
محمد نبي

محمد نبي هم پاکستان ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي هم د پاکستان سوپر ليګ کې د ګډون په موخه د پاکستان کراچۍ ښار ته لاړ.

نوموړى د افغانستان وروستى لوبغاړى دى، چې پاکستان ته روان شوى دى، تر هغه مخکې نور څلور لوبغاړي هم پاکستان ته رسېدلي دي.

محمد نبي د پاکستان سوپر ليګ کې د کراچۍ کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي.

نوموړي تازه په ټويټر کې خپل يو عکس خپور کړى دى، چې په الوتکه کې ناست دى او له دې عکس سره يې د کراچۍ کنګز لوبډله او همدا راز د پاکستان سوپر ليګ اکاونټونه مينشن کړي او ليکلي يې دي، چې ډېر ژر مو وينم.


د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سيالۍ د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه په کراچۍ کې پيلېږي، چې په لومړۍ لوبه کې به د کراچۍ کنګز او کوټې ګليډيټرز لوبډلې سره مخامخ شي.

په دې سياليو کې د محمد نبي نه پرته راشد خان د لاهور قلندرز، مجيب الرحمان د پېښور زلمي، قېس احمد د کوټې ګليډيټرز او نور احمد لکڼوال هم بيا د کراچۍ کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز خپله دویمه سویلي افریقا ته وبایلله

د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز په روان نړیوال جام کې …