کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کريس ګيل د پاکستان سوپر ليګ کې ګډون نه کوي
کريس ګيل (2)

کريس ګيل د پاکستان سوپر ليګ کې ګډون نه کوي

د کرکټ د نړۍ مشهور لوبغاړى، ويسټ انډيز کريس ګيل چې د شل اوريزو لوبو غوره لوبغاړى ګڼل کېږي، د پاکستان سوپر ليګ په راتلونکو سياليو کې ګډون نه کوي.

د شپږيزو دا مشهور لوبغاړى په ډرافټ کې د کوټې ګليډيټرز لوبډلې اخيستى و، چې اوس يې په دغه سياليو کې د ګډون نه کولو اعلان کړى دى.

د پاکستان سوپر ليګ له رسمي پاڼو څخه د هغه د نه ګډون په اړه پوسټ شوى دى، خو دا نه دي ويل شوي، چې نوموړى ولې د پاکستان سوپر ليګ کې ګډون نه کوي.

د کريس ګيل پر ځاى به په کوټه ګليډيټرز لوبډله کې فاف ډوپليسي ولوبېږي.

د پاکستان سوپر ليګ له ټويټر پاڼې څخه د يو شمېر نورو هغه لوبغاړو نومونه هم خپاره شوي دي، چې د پي ايس ايل سياليو کې ګډون نه کوي.

د دې لوبغاړو تر څنګ د هغه نورو لوبغاړو نومونه هم اعلان شوي دي، چې د هغوى پر ځاى به ولوبېږي. د کولين مونرو پر ځاى فواد احمد، د کريس جورډن پر ځاى پال سټرلينګ، د ريسي ټوپلي پر ځاى علي خان او د ليام ليوينګسټون پر ځاى ټام کوهلر کېډمور هغه لوبغاړي دي چې اى پي ايل کې لوبېږي.


د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سيالۍ څو ورځې وروسته د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه په کراچۍ کې پيلېږي، چې پنځه افغان لوبغاړي هم پکې ګډون لري.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …