کورپاڼه / بېلا بېل / که چېرته مو د انجلۍ په کورنۍ کې دا نښې ولېدې؛ خپلوي ورسره وکړئ!

که چېرته مو د انجلۍ په کورنۍ کې دا نښې ولېدې؛ خپلوي ورسره وکړئ!

ډېری خلک کله چې غواړي واده وکړي له ډېرو ستونزو او پریشانیو سره مخ کېږي، ځکه دوی په اړه فکرمند وي چې د ژوند ملګری به یې څنګه وي، کوم عادتونه لري، د اکثرو میندو هیله وي چې انګور یې باید له ښې کورنۍ څخه وي، پاکه او عزتمنده وي ترڅو د خپل ځان، کورنۍ او د خاوند عزت وساتي.

نن ورځ درته درې هغه نښې نښانې ښایم، که چېرته په هلک یا انجلۍ کې موجودې وې، نو اړیکه یې ومنئ او خپلوي ورسره وکړئ.

لومړنی نښه ترټولو اړینه نښه د والدین لمونځ ګوزاري ده، هغه والدین چې لمونځ ګوزاره وي د خپلو والدینو خدمت کوي او ترې راضي وي، دعا یې ورته کړي وي نو سمدستي یې خپلوي ومنئ، ځکه چې ددې ډول کورنۍ انجلۍ او اولاد یې برکت وي.

دویمه نښه دا چې والدین یې لمونځ ګوزاره وي او اولادونو ته هم د لمونځ او د سمې لارې لارښوونه کوي، ځکه چې دوی د اړیکو د ساتلو په قدر پوهېږي او د خپلو خپلوانو احترام او درناوی کوي.

دریمه نښه اخلاق دي، هغه کورنۍ چې د ښو اخلاقو او ښې رویې لرونکي، مال دولت ته په دین ترجیح نه ورکوي نو د دا ډول خلکو اولاد برکت ناک وي، ښه بخت لري نو که چېرته غواړئ چې خپلوي ورسره وکړئ نو ځنډ مه کوئ.

دا هم ولولئ

فرانسې فوټبال لوبډلې د اروپایي ملتونو جام اتلولي خپله کړه

د اروپایي ملتونو جام د فوټبال سیالیو په پایلوبه کې د فرانسې فړټبال لوبډلې د …