کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یوه سپۍ میلونره شوه، خو څنګه؟ ویډیو

په امریکا کې یوه سپۍ میلونره شوه، خو څنګه؟ ویډیو

په امریکا کې یو سوداګر خپلۍ روزل شوې سپۍ ته د وفادارۍ او محبت په بدل کې لوی انعام ورکړ او دومره مال، دولت یې په نوم کړ چې ټول ژوند په آرام سره تېر کړي.

د امریکا د ټینیسي ایالت اوسیدونکی شتمن سوداګر بل ډوریس پخپل وصیت کې لیکلي، چې له مرګ وروسته یې له شتمنۍ څخه پنځه میلونه ډالر سپۍ ته ورکړئ، ترڅو خپل ژوند په آرام او سکون سره تېر کړي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دا پېښه په ټینیسي ایالت رامنځته شوې او بل ډوریس هغه سوداګر دی چې نه کوم اولاد لري او نه یې هم وارث شته او په وصیت کې یې لیکلي چې له مړینې وروسته یې شتمني دده روزل شوي اته کلنې سپۍ (لولو) ته ورکړئ.

د لولو ساتونکې مارتا برټن یو ځایي تلویزون ته ویلي، چې د سپۍ مالک یو بریالی سوداګر و، واده یې نه و او د تېر کال په آخر کې مړ شو. راپورونه وایي چې د لولو د ساتنې لپاره یې پنځه میلونه ډالر په وصیت کې لیکلي او برټن ته ددې لپاره وکړي ترڅو د سپۍ سمه ساتنه وکړي.

برټن د ډوریس ملګرې وه چې د کاروبار پرمهال به یې د سپۍ ساتنه کوله، برټن خپله وایي چې دا سپۍ یې ډېره خوښېږي.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …