کورپاڼه / روغتيا / دال وخورئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

دال وخورئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

دال چې موږ یې پخپلو ورځنیو خوړو کې استعمالوو، د فایبرو، ویټامینونو او معدني موادو په سبب د روغتیا لپاره ګټور وي، دغه راز د دالو په جوړښت کې فولیټ او میګنیزیم هم شتون لري او روغتیایي کارپوهان وایي د دالو په منظم ډول سره استعمال د میګنیزیم کمښت پوره کوي او د فایبرو شتون یې د کلیسټرولو کچه ټیټوي.

د خوراکي توکو کارپوهان د مښو او چڼو دال ډېر ګټور ګڼي او وایي چې هغه ناروغان یې هم استعمالولی شي چې د یورک اسید ستونزه لري. دوی زیاتوي چې کوچنیو ماشومانو ته د غوښې پرځای د مښو دال ښه نري کړئ او بیا یې ورکړئ او په دې ډول یې د بدن غذایي توکي پوره کړئ.

د غوښې پر خلاف د دالو ځانګړتیا دا وي چې په کمه اندازه غوړ لري او د ډېرو زیاتو ویټامینونو لرونکې وي او هغه غذایي توکي هم لري چې د وینې په جوړولو کې مرسته کوي.

د څېړنو څخه ثابته شوې چې د دالو خواص او غذایي توکي د نورو توکو په پرتله ډېر مالګین او ضروري توکي لري، خو تېزابیت بیا یو څه کم وي.

دال بېلابېل ډولونه لري چې د هر ډول یې ګټې او خوند بدل وي او له غوښې وروسته دال د پروټینو د ترلاسه کولو یوه ښه ذریعه ګڼل کېږي چې د غریبانو غوښه هم ورته ویل کېږي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …