کورپاڼه / هنر او کلتور / جان ابراهام د خپل فلم د ثبت پرمهال زخمی شوی

جان ابراهام د خپل فلم د ثبت پرمهال زخمی شوی

د بالیووډ اداکار یا هنرمند جان ابراهام د خپل نوي فلم (اټیک) د ثبت پرمهال زخمي شوی دی.

اداکار یا هنرمند جان ابراهام په ټولنیزه رسنۍ انسټاګرام یوه ویډیو او تصویر پورته کړی، چې پکې لېدل کېږي چې یو شخص په جان ابراهام د راډ ګوزار یا حمله کوي، چې بیا د ګوزار په پایله کې د جان ابراهام ورمېږ زخمي او وینې کوي.

 

 

View this post on Instagram

 

A post shared by John Abraham (@thejohnabraham)

په دې اړه جان ابراهام لیکلي دي، چې دا ټول د لوبې برخه ده. بله خوا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د نوموړي ستاینه کړې او ځینو بیا د جان ابراهام په زخمي کېدو د خواشینۍ څرګندونې هم کړې دي.

د بالیووډ اداکار یا هنرمند ټایګر شرف بیا ورته په کومنټ د Action Man خطاب کړی. یاده دې وي جان ابراهام له دې وړاندې هم څو ځلې د فلم د ثبت پرمهال زخمي شوی دی.

جان ابراهام د هندي یا بالیووډ فلمونو یو نوموتی اداکار یا هنرمندی دی، چې عمر یې تقریباً نهه څلویښو کلونو ته رسېږي، په ۱۹۹۷ کال فلمونو ته راغی او یو فلم یې د افغانستان په اړه هم دی، چې کابل ایکسپریس نومېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند د بزګرو پاڅون کوونکو د ملاتړ د نه کولو …