کورپاڼه / هنر او کلتور / هندوانو د يوې هندۍ اداکارې مجسمه جوړه کړې او عبادت يې کوي
نيدهي اګروال ١

هندوانو د يوې هندۍ اداکارې مجسمه جوړه کړې او عبادت يې کوي

د هند يوه ځوانه اداکاره نيدهي اګروال نن سبا دومره ډېره مشهوره شوې ده، چې مينه والو د هغې مجسمه جوړه کړې او د هغې عبادت يې پيل کړى دى.

نيدهي اګروال د هند ايالتي سينما تامل فلمونو ځوانه اداکاره ده، چې يوازې په ٢ فلمونو کې يې کار کړى دى. خو د خپلې ښې اداکارۍ او ښايست له امله يې ډېر زيات مينه وال پېدا کړي دي، چې اوس يې مينه والو د هغې لپاره مندر (د هندوانو عبادتځى) جوړ کړى، چې د هغې مجسمه پکې لګېدلې ده او عبادت يې کوي.

نيدهي اګروال

نيدهي اګروال د هغې په نوم د مندر جوړېدو ته په خپله هم حېرانه ده.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند په چيناى ښار کې د نيدهي اګروال په نوم د هغې مينه والو مندر جوړ کړى دى، چې پکې د هغې مجسمه جوړه شوې او عبادت يې کېږي.

نيدهي اګروال ٢

د تېرې يکشنبې په ورځ د نيدهي اګروال مجسمه په دغه مندر کې په شيدو ووينځل شوه او د هغې مينه والو ورته عبادت هم وکړ. د خلکو په دې کار باندې نيدهي اګروال په خپله هم حېرانه پاتې شوې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان د واده په اړه څه فکر کوي؟

د بالیووډ سلطان او مجرد ستوری سلمان خان پخپله تازه وینا کې هم په دې …