کورپاڼه / جالب / په هند کې یوې ښځې تر دریو کیلو میترو پورې د خاوند کورنۍ په اوږو یوړه+ویډیو

په هند کې یوې ښځې تر دریو کیلو میترو پورې د خاوند کورنۍ په اوږو یوړه+ویډیو

هندوستان یو له هغه هیوادونو څخه دی، چې د ډېر زیاتو مذهبونو پیروان لري او تقریباً هره ورځ ترې یو داسې خبر راځي چې د لوستونکو د حیرانۍ سره سره د غبرګونونو سبب هم کېږي، چې په دې لړ کې یو ځل بیا د مدیا پریش په ایالت کې یو خاوند را پورته شوی او پخپله ښځه یې تر دریو کیلو میترو پورې پر اوږو ټوله کورنۍ وړه ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د مدیا پردیش په ایالت کې یوه ښځه دې ته مجبوره کړل شوې، چې د خاوند کورنۍ تر دریو کیلو میترو پورې پر اوږو یوسي او د افسوس وړ خبره یې داده چې هلته موجودو کسانو ښځې پسې لښتې او د کرکټ بیټ را اخیستی و او ورپسې روان ول.

 

ددې پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په تېزۍ سره لاس په لاس کېږي او په ویډیو کې لېدل کېږي چې د ښځې سره موجود کسان د ښځې په کرار تګ سره هغه وهي او نور ټول خلک ورپورې خاندي او شور کوي.

بله خوا هندي پولیسو ددې پېښې په سبب څلور تنه نېولي. د ذکر شوې ښځې د شکایت مطابق نوموړې او خاوند یې یو له بل څخه په خوښه بېل شوي ول، چې تېره اوونۍ یې د خاوند کورنۍ او نور کسان راغلل او دا یې په زور له کوره بوتله او بیا دې کار ته مجبوره کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی+ویډیو

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی، چې په شخصي …