کورپاڼه / روغتيا / د کیوي حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د کیوي حیرانوونکې روغتیایي ګټې

کیوي چې د ځمکي توت یا د توت زمیني په څېر خوند لري، د لومړي ځل لپاره په نیوزیلینډ رامنځته شوه او د کیوي په نوم د یو الوتونکي نوم پرې کېښودل شو، ډېری خلک ددې مېوې په اړه نه پوهېږي، خو د خوراکي توکو کارپوهانو یې داسې ګټې بیان کړي، چې له پوهېدو وروسته به یې په ډېر شوق سره وخورئ.

د ویټامینونو او منرالونو لرونکی دی:

د کیوي په جوړښت کې ویټامین ای، ویټامین بي ۶، ویټامین بي ۱۲، ویټامین اي، پوتاشیم، کلسیم، اوسپنه او میګنیزیم موندل کېږي، چې د بدن د فعالیتونو لپاره ګټور وي، د وینې دوران تېزوي، اوسپنه جذبوي، هډوکو او غاښونو ته پیاوړتیا ورکوي، سترګو ته ګټور وي او د فشار د ختمولو وړتیا لري.

پوستکی تازه ساتي:

کیوي الکولي ځانګړتیا لري چې د مرچکو او مسالو اغېزې کموي او د خوړلو په سبب یې انسان پیاوړی او متحرک اوسېږي او پوستکي ته تازه والي وربخښي. ویل کېږي چې کیوي د انټي اکسایدو درلودونکي وي چې پوستکی له خرابېدو څخه ژغوري.

د زړه له ناروغیو مخنیوی کوي:

روغتیایي کارپوهان وایي چې کیوي د زړه د مختلفو ناروغیو لپاره ګټور وي او په خوړلو سره یې پنځلس سلنه د زړه له ناروغیو څخه خوندي پاتې کېږو.

ویټامین سي لري:

که چېرته تاسې دا فکر کوئ چې یوازې لېمو، مالټې او نورې تروشې مېوې به د ویټامین سي مهمې سرچینې وي، نو غلط یاست ځکه چې په سلو ګرامو کیوي کې څلور پنځوس سلنه ویټامین سي لري او ویټامین سي هغه پیاوړي انټي اکساید دي چې له بدن څخه زهرجن مواد خارجوې او د سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي.

د هضم مرحله ښه کوي:

کیوي د ایکټینډین په نوم یوه ماده لري چې د پروټینو د هضمولو وړتیا لري او هغه کسان چې د کولمو په ناروغیو اخته وي، ورته ګټور تمامېږي.

د ښه خوب لپاره:

له څېړنو ثابته شوې هغه کسان چې د کیوي له مېوې څخه ګټه اخلي، د خوب ستونزې یې حل مومي.

د فایبرو یوه مهمه ذریعه ده:

کیوي چې تروش او خوږ خوند لري د فایبرو په درلودلو د ډېرو ناروغیو مخنیوی کوي، له یوې څېړنې ثابته شوې چې فایبر د زړه د ناروغیو او د شیریانونو د ستونزو د خطر مخنیوی کوي او د وینې شکر، فشار او کلیسټرولو ته هم ګټور وي او د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …