کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند په ستر توپير د انګلستان لوبډله ماته کړه
هند لوبډله

هند په ستر توپير د انګلستان لوبډله ماته کړه

په دويمه ټېسټ لوبه کې هندي توپ اچونکو ښه توپ اچونه ترسره کړه او په ستر توپير يې هند ته بريا ورپه برخه کړه.

دويمه ټېسټ لوبه چې په چيناى کې ترسره شوه، هند پکې د پچې ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ٣٢٩ او په دويمه پاڼۍ کې يې ٢٨٦ منډې وکړې.

په ځواب کې يې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ١٣٤ او په دويمه پاڼۍ کې ١٦٤ منډې وکړې، چې د ٣١٧ منډو په ستر توپير يې په دويمه ټېسټ لوبه کې ماتې وخوړه.

د هند لپاره روهيت شرما په لومړۍ پاڼۍ کې سليزه ووهله چې ١٦١ منډې يې وکړې، اجينکى ريهانى او ريشب پانټ بيا پنځوسيزې ووهلې او د انګلستان له خوا معين ٤ او اولي سټون ٣ ويکټې واخيستې.

د انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې هېڅ توپوهونکى په دې ونه توانېده چې پنځوسيزه ووهي، د هند له خوا بيا روي چندرن اشوين ٥ لوبغاړي وسوځول.

د هند لپاره په دويمه پاڼۍ کې روي چندرن اشوين سليزه او ويراټ کوهلي پنځوسيزه ووهله، د انګلستان له خوا معين علي او جېک ليچ ٤-٤ ويکټې واخيستې.

په دويمه پاڼۍ کې هم کوم انګلستانى توپوهونکى په دې ونه توانېده چې پنځوسيزه ووهي، د هند له خوا اکشر پټيل ٥ او روي چندرن اشوين ٣ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روي چندرن اشوين ته ورکړل شوه، چې په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې ډېر وځلېده.

په لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان بريا خپله کړې او دريمه ټېسټ لوبه به د فبرورۍ په ٢٤مه نېټه په احمد اباد کې پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

احسان الله جنت او راهول ډريويډ

شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې د هند ملي …