کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کراچۍ کنګز د ولسمشر له وررسېدو وروسته د هغه ويډيو خپره کړه
محمد نبي (2)

کراچۍ کنګز د ولسمشر له وررسېدو وروسته د هغه ويډيو خپره کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى او د نړيوالو شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي د پاکستان کراچۍ ښار ته رسېدلى او هلته د خپلې لوبډلې سره يو ځاى شوى دى.

نوموړى د پاکستان سوپر ليګ کې د کراچۍ کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې په دې لوبډله کې د افغانستان کم عمره لوبغاړى نور احمد لکڼوال هم لوبېږي.

د کراچۍ کنګز لوبډلې په ټولنيزو رسنيو کې د محمد نبي تازه ويډيو خپره کړې ده او ليکلي يې دي، چې ولسمشر دلته دى او له خپلو مينه والو يې غوښتنه کړې ده، چې د کراچۍ کنګز کورنۍ کې د محمد نبي يو ځاى کېدو ته دې هرکلى ووايي.

محمد نبي په دې ويډيو کې وايي، چې ډېر خوشحاله دى چې د پاکستان سوپر ليګ برخه دى او هيله من دى چې د کراچۍ کنګز لوبډله به يو ځل بيا اتلولي خپله کړي.


د يادولو وړ ده چې محمد نبي پرون د پاکستان کراچۍ ښار ته روان شوى و، له هغه مخکې بيا راشد خان، نور احمد لکڼوال، مجيب الرحمان او قېس احمد هم کراچۍ ته رسېدلي دي او ټول له خپلو لوبډلو سره يو ځاى شوي دي.

د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سيالۍ د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه په کراچۍ کې پيلېږي، چې لومړۍ لوبه به د کراچۍ کنګز او کوټې ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …