کورپاڼه / روغتيا / د زړه د حملې په پایله کې کوم خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي؟

د زړه د حملې په پایله کې کوم خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي؟

تاسې به ډېر اورېدلي چې یو چا د زړه د حملې په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو ځینې بیا داسې هم وي چې د ډېرې سختې حملې په پایله کې بیاهم خوندي وي. د زړه حمله که عادي ډول وي یاهم په شدت سره وي اغېزې یې یو ډول وي، خو هغه کسان چې اغېزې یې برداشت کولی شي خوندي پاتې کېږي او ځینې بیا داسې وي چې ژوند له لاسه ورکوي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په عام ډول هغه د زړه حمله د مړینې سبب کېږي، چې د زړه درزا بې ثباته وي او زړه ته زیان ورسوي. دوی زیاتوي چې د زړه د حملې پرمهال د زړه د درزا بې ثباتي د اکسیجن د کمښت په سبب رامنځته کېږي، چې د زړه له لاندۍ برخې څخه پیلېږي او په پایله کې ناروغ شخص ډېر د نا آرامۍ احساس کوي.

اوسمهال روغتیایي کارپوهانو په دې اړه څېړنې کړي، چې کوم ډول خلک د زړه د حملې په پایله کې مري او کوم یې خوندي پاتې کېږي، وروسته له څېړنو معلومه شوه چې متحرک او فعاله ژوند د زړه د حملې په سبب د مړینې خطر کموي. د څېړنو له مخې دا هم معلومه شوه چې د بدني فعالیتونو او د زړه د حملې په سبب د مړینې د خطر ترمنځ ژوره اړیکه شتون لري، خو هغه کسان چې بدني فعالیتونه یې کم وي او ورزش نه کوي د زړه د حملې پرمهال ډېر وخت له مړینې سره مخ کېږي، ځکه چې لږ غوندې فشار د زړه درزا بې ثباته کوي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي هغه کسان چې د مناسب او سخت ژوند عادي وي، د زړه د حملې پرمهال یې د مړینې امکانات د هغه کسانو په پرتله پنځه څلویښت سلنه کم وي، چې فعاله ژوند یا ورزش نه کوي.

ویل کېږي چې ورزش کول او بدني فعالیتونه د زړه له حملې وروسته د مړینې په خطر کې څو سلنه کمښت راولي، نو هڅه وکړئ چې په اوونۍ کې یو سلو پنځوس دقیقې معتدل یاهم پنځه اویا دقیقې سخت ورزش کول د مړینې خطر کمولی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

په بدن کې د اوسپنې د کمښت سببونه، نښې نښانې او د پوره کولو لارې چارې

په بدن کې د اوسپنې د کمښت مطلب دا وي چې په وجود کې وینه …