کورپاڼه / هنر او کلتور / د دويمې کوژدې وروسته د جاوېد اميرخېل کور ته بله خوشحالي راغله
جاوېد اميرخېل

د دويمې کوژدې وروسته د جاوېد اميرخېل کور ته بله خوشحالي راغله

د هېواد مشهور او نوميالي سندرغاړي جاوېد اميرخېل څو ورځې وړاندې له يوې ډاکټرې سره دويمه کوژده وکړه، چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې ورځې تر بحث لاندې و.

خو د خپلې دويمې کوژدې وروسته نوموړي خپل کشر ورور ته هم کوژده کړې ده او يوه خوشحالي يې اوس دوه شوې دي.

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه کې د خپل ورور خالد جان يو عکس خپور کړى دى او ورسره يې ليکلي دي: ((ګران کشر ورور خالد جان ته مې کوژده وکړه. د خالد جان ژوند دې سره له مېرمنې او زموږۍ کورنۍ له خوښيو ډک او بختور شي، امين. رب تعالى دې ټول ځوانان او انجونې خپلو شرعي ارمانونو ته پخېر ورسوي، امين.))

جاوېد اميرخېل پوسټ

د يادولو وړ ده چې د مشهور سندرغاړي جاوېد اميرخېل د دويمې کوژدنې په اړه په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې نيوکې هم خلکو وکړې، خو تر څنګ يې د هغوى ملاتړو ورته مبارکۍ ورکړې او په هغه خلکو يې نيوکې وکړې، چې د جاوېد اميرخېل په دويمه کوژده يې نيوکې کولې.

د جاوېد اميرخېل د دويمې کوژدې وروسته د دويم واده او د خلکو د شخصي ژوند په اړه بحثونه څو ورځې روان و.

دا هم ولولئ

کرینا کپور ولې تر نهو (۹) میاشتو له کرن جوهر سره خبرې نه کولې؟

د بالیووډ د فلمونو اداکارې کرینا کپور او فلم جوړونکي کرن جوهر په ډېرو فلمونو …