کورپاڼه / هنر او کلتور / ګل پاڼه: سور رنګ د مينې او ژوند رنګ دى
ګل پاڼه

ګل پاڼه: سور رنګ د مينې او ژوند رنګ دى

په کوزه پښتونخوا کې د پښتو ژبې مشهوره او ښايستوکې سندرغاړې ګل پاڼه وايي، چې سور رنګ د مينې، ژوند او بريا رنګ دى.

نوموړې چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېره فعاله ده، خپل ځينې تازه عکسونه يې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي، چې د هغې د مينه والو له لوري يې دا عکسونه ډېر خوښ کړاى شوي دي.

ګل پاڼه چې دا عکسونه يې د ټولنيزو رسنيو په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې خپاره کړي دي، پکې ليدل کېږي چې سره کالي يې په تن دي.

نوموړې د سرو کالو له دې عکسونو سره د سور رنګ ستاينه کړې ده او له عکسونو سره يې ليکلي دي: ((سور رنګ د مينې رنګ دى، سور رنګ د ژوند رنګ دى، سور رنګ د بريا رنګ دى.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Gul Panra (@gulpanra.official)


ګل پاڼې د انسټاګرام تر څنګ دا عکسونه په خپله فېسبوکپاڼه کې هم دوه ساعته مخکې خپاره کړي دي، چې ٢٠ زره کسانو يې عکسونه خوښ کړي دي او څه کم دره زره کسانو يې په دې عکسونو باندې تبصرې هم کړې دي.

دا هم ولولئ

هندي ژورنالیسته: شاه رخ خان ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه مودي ته سر نه دی ټیټ کړی

یو هندي ژورنالیسته سواتي چترویدي ویلي دي چې د هندي سینما مخکښ اداکار شاه رخ …