کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستان کې يو سړى پوليسو ته عارض شوى، چې زوى او لور يې په خپل منځ کې واده کړى
واده

پاکستان کې يو سړى پوليسو ته عارض شوى، چې زوى او لور يې په خپل منځ کې واده کړى

د پاکستان په سرګودهې ښار يو سړي پوليسو ته عريضه کړې ده، چې د هغه زوى او لور په خپل منځ کې واده کړى دى، خو دواړه د بيلو بيلو ميندو څخه دي.

د پاکستان د سياست وېبپاڼې د راپور په وېنا، د صوبه خان په نوم دا سړى په سرګوده کې اوسېږي، چې پوليسو ته يې ويلي دي، د هغې د پخوانۍ ښځې او خپلوانو په مرسته د هغې زوى او لور واده کړى دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې صوبه خان درې ځلې واده کړى و.

نوموړي په لومړي ځل په ١٩٩٢ کال کې د خورشيد بي بي سره واده کړى و، چې دا د بدل واده و او د صوبه خان خور هم د خورشيد ورور ته واده شوې وه.

له خورشيد بي بي څخه د صوبه خان يو زوى سکندر پېدا شوى و، خو وروسته د کورنيو مسئلو له امله د هغه خور ته د خورشيد ورور طلاق ورکړ، نو په ځواب کې يې صوبه خان هم خورشيد طلاقه کړه.

صوبه خان وايي، چې له هغه وروسته يې بيا د شهناز بي بي سره واده وکړ، چې له هغې نه يې يوه لور زهرا وزېږېده. خو وروسته يې شهناز بي بي هم طلاقه کړه او دريم واده يې وکړ.

نوموړي پوليسو ته ويلي دي، چې سکندر او زهرا پنځه مياشتې مخکې واده کړى دى، خو هغه هېڅ په دې اړه خبر نه و.

نوموړى وايي، چې د دوى له واده پنځه مياشتې وروسته ورته په وټساپ باندې يو چا د دوى د واده سند ورولېږه او ورته يې وويل، چې ستا زوى او لور واده کړى دى.

صوبه خان پوليسو ته ويلي دي، چې د هغه پخوانۍ مېرمن خورشيد د دې هر څه ذمه واره ده او بايد د هغې پر وړاندې هم قانوني ګامونه پورته شي.

پوليسو بيا ويلي دي، چې دوى د صوبه خان عريضه ليکلې ده او د سکندر او زهرا د نيولو لپاره به ژر لاس په کار شي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …