کورپاڼه / جالب / په هند کې دیارلس استادان د نڅا په سبب له دندو ګوښه شوي

په هند کې دیارلس استادان د نڅا په سبب له دندو ګوښه شوي

د هند په بهار ایالت کې د کالج یا پوهنتون مدیر او دولس استادانو ددې هیواد د لومړنی ولسمشر مرحوم ډاکتر راجندرا پرساد د تلین په مراسمو کې د نامناسبې نڅا په سبب له دندو ایستل شوي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د هند په بهار ایالت کې ددې هیواد د لومړني ولسمشر راجندرا پرساد د تلین په مراسمو کې د کلیوالو سندرغاړو د سندرو په غږولو او د خرابۍ نامناسبې نڅا په سبب د دیارلسو استادانو له دندې څخه د ګوښه کېدو امر شوی.

د نوموړی د تلین په موقع د مرحوم ولسمشر په نوم په پوهنتون کې یوه کلتوري غونډه دایره شوې، چې له پای ته رسېدلو دمخه یې مدیر ډاکتر پرمندر رانجن سنګ د کلیوالي سندرغاړي سپنا چوهدري د سندرې د چالانولو غوښتنه وکړه.

څنګه چې سندره چالان شوه مدیر او د پنځو ښځینه وو په ګډون دولس استادان سټیج ته پورته شول، خپل مقام او مراسمو څخه په بې پروایۍ نڅا وکړه او په مراسمو کې ګډون کوونکو استادانو هم دغه کړنه خوښه نه کړه.

د کالج د مدیر او دولس استادانو د نڅا دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه، خو بله ددې هیواد د پوهنې وزارت ټول دغه ټول استادان له دندو ګوښه کړي.

دا هم ولولئ

د کمپیوټر سافټویر لخوا جوړ شوي شپږ شاهکارونه په ۱.۳ میلونه ډالر وپلورل شول

ښایي باور مو رانشي خو دا رښتیا دي چې د مصنوعي ځیرکتیا پر اساس د …