کورپاڼه / خبرونه / ويراټ کوهلي يو ځل بيا له لوبڅار سره شخړه وکړه
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي يو ځل بيا له لوبڅار سره شخړه وکړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي يو ځل بيا د لوبې پر مهال له لوبڅار سره شخړه وکړه، چې ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو کې هم خپره شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د هند او انګلستان ترمنځ په دويمه ټېسټ لوبه کې ويراټ کوهلي هغه وخت له لوبڅار سره شخړه وکړه، چې لوبڅار د جو روټ اوټ ورنکړ او هغه يې ناټ اوټ وګرځاوه، له هغه وروسته ويراټ کوهلي د نيتن مينن سره شخړه وکړه.

هند په دغه لوبه کې انګلستان ته د ٣١٧ منډو په توپير ماتې ورکړه.

په ويډيو کې ليدل کېږي، چې لوبڅار د جو روټ په ايل بي ډبليو کېدو اوټ ورنکړ، ويراټ چې کله ريويو واخيسته، نو دريم لوبڅار هم جو روټ ناټ اوټ وګرځاوه، چې له هغه وروسته ويراټ کوهلي غصه او له لوبڅار سره يې بحث شروع کړ.


د ويراټ کوهلي په دې چلند په ټولنيزو رسنيو کې نيوکې هم شوې دي، همدا راز د انګلستان پخواني لوبډلمشر مايکل وان هم په ويراټ کوهلي نيوکې کړې دي.

ډيويډ لايډ وايي، چې ويراټ کوهلي ته نه دي پکار چې له لوبڅار سره داسې خبرې وکړي، هغه د لوبډلمشر په توګه ښه چلند نه دى کړى.

د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ کې لومړۍ لوبه انګلستان ګټلې وه او دويمه لوبه هند وګټله.

دا هم ولولئ

آیا د سږني شل اوریز نړیوال جام له ځانګړتیاوو خبر یاست؟

سږ کال د شل اوریز نړیوال جامونو اووم پړاو لوبې د روانې اکتوبر میاشتې په …