کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د بیټکوین تازه بیه، نوی ریکارډ يې جوړ کړ
بيټکوين

د بیټکوین تازه بیه، نوی ریکارډ يې جوړ کړ

د ډیجیټل کرنسۍ په توګه کارېدونکي بیټکوین نوی ریکارډ جوړ کړ، تازه د یو بیټکوین بیه له ۵۰ زرو ډالرو څخه پورته شوی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د نړۍ مشهوره ډیجیټل کرنسي په لومړي ځل ۵۰ زره ډالرو ته ورسېده، یعنې د یوې سیکې یا یو دانه بیه یې له پنځوس زرو ډالرو پورته شوه.

بيټکوین په دې وروستیو میاشتو کې ډېر ارزښت پېدا کړ او بیه يې په چټکۍ پورته شوه، په ۲۰۱۷ کال کې د بیټکوین بیه ۱۰ زرو او په ۲۰۲۰ کال کې ۲۰ زرو ته رسېدلې وه، چې اوس يې د مارکیټ ارزښت ۹۳۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور په وېنا، د سه شنبې په ورځ د یو بیټکوین بیه ۵۰ زره او ۶۸۹ ډالرو ته ورسېده، خو وروسته بېرته راښکته او له ۵۰ زرو راټیټ شو.

د یادولو وړ ده چې په تېرو ورځو کې د امریکا د موټرو مشهور شرکت ټیسلا  ۱.۵ میلیارده ډالرو بیټکوین اخیستي و، چې له امله يې بیه ډېره پورته شوه، د ۳۸ زرو ډالرو څخه يې بیه ۴۶ زرو ډالرو ته رسېدلې وه.

د بیټکوین بیه ښکته پورته کېږي، خو څېړونکي وايي، چې ښايي دا ځل بیه ډېره راښکته نه شي.

په زړه پورې خبره دا ده چې اوس ستر شرکتونه هم بیټکوین اخلي او په دې کې ورته راتلونکی ښکاري. په ۲۰۱۷ کال کې د دې په بیه کې ۹۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی و، خو په ۲۰۱۸ کال کې بېرته ۷ زره ډالرو ته رسېدلی و.

دا هم ولولئ

په تېرو څلویښت کلونو کې په ځمکه څه بدلون راغلی؟

د امریکا فضایي ادارې ناسا او ګوګل ځینې داسې ویډیوګانې خپرې کړي، چې له مخې …