کورپاڼه / خبرونه / زمبابوې د افغانستان پر وړاندې ټېسټ سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

زمبابوې د افغانستان پر وړاندې ټېسټ سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

د زمبابوې کرکټ بورډ د افغانستان سره د ۲ ټېسټ لوبو لړۍ لپاره د سین ویلیمس په مشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، خو افغانستان تراوسه لوبډله نه ده اعلان کړې.

افغانستان او زمبابوې د مارچ میاشتې په پیل کې دوه ټېسټ لوبې ترسره کوي، چې تراوسه پورې يې ځای او ډېر معلومات نامعلومه دي.

خو د زمبابوې کرکټ بورډ بیا د ۲ ټېسټ لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

په دې نوملړ کې سین ویلیمس (لوبډلمشر)، ریان برل، سکندر رضا بټ، ریګیس چکابوا، کیوین کاسوزا، ویسلي مادهویري، ویلنګټن مسکدزا، پرنس مساویر، برېنډن ماووتا، تاریسی مسکندا، ریچمونډ موتمبامي، بلیسنګ موزرباني، ریچارډ نګاروا، ویکټور نیوچي او ډونالډ ټریپانو شامل دي.

افغانستان او زمبابوې له ټېسټ لوبو وروسته درې نړیوالې شل اوریزې لوبې هم لري.

د یادولو وړ ده چې دې سیالیو ته ډېر کم وخت پاتې دی، خو افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول تراوسه پورې هېڅ نه دي ویلي. نه هم د لوبو ځای معلوم دی او نه هم تراوسه پورې لوبډله معلومه ده.

کرکټ بورډ یو شمېر لوبغاړي غوره کړي او تمرینات يې روان دي، خو کرکټ بورډ يې معلومات پټ ساتلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …