کورپاڼه / ليکنې / د یو ښه سهار د پیلولو لپاره (۱۰) لارې چارې

د یو ښه سهار د پیلولو لپاره (۱۰) لارې چارې

که چېرته د سهار پیل ښه وي نو ټوله ورځ به مو غوره تېره شي، خو که د سهار پیل مو ښه نه وي نو ذهني فعالیتونه مو هم اغېزمنوي او د ورځ په کارونو کې هم خنډ رامنځته کوي.

ډېری وخت د سهار پیل په کافینو یعنې په چایو او کافي سره کېږي، ترڅو خوب او سستي له منځه یوسي او ذهن مو آماده کړي، خو روغتیایي کارپوهان په نهاره سره د کافینو استعمال زیانمن ګڼي. سهار له خوبه په را پورته کېدو سره د ورځې لپاره د ځان اماده کول اړین وي او د خپل ذهن په ګډون په ورځنیو کارونو کې بدلون راوستل هم ضروري دي. روغتیایي کارپوهانو ځینې لارې چارې ښودلي چې پلي کول یې د یو ښه سهار لامل ګرځي او د چست و چالاکۍ سبب یې کېږي.

  • د سهار پیل په ورزش سره وکړئ، دفتر ته له تګ او له ناشتې څخه نیم ساعت دمخه پورته شئ او ورزش وکړئ، له ورزش وروسته ناشته وکړئ او دفتر ته لاړ شئ او په دې ډول به مو د ورځې پیل متحرک وي.

  • د سهار پرمهال موبایل یا لیپ ټاپ مه کاروئ

  • دفتر ته د تیارۍ پرمهال یوه ښه سندره واورئ.

  • د یو ښه سهار لپاره د شپې اته ساعته خوب وکړئ.

  • د ورځې پیل مو د منفي پرځای پر مثبتو سوچونو او فکرونو پیل کړئ، ځکه چې منفي سوچ مو پر ذهن منفي اغېزې کوي او ټول ورځ خرابوي.

  • هر څه د انسان پر وس پوره نه وي، هغه څه چې ستاسې په وس پوره نه وي یا یې نه شئ کولی، نو په اړه یې له فکر کولو ډډه وکړئ.

  • له ځان څخه د ځواب غوښتلو پرځای په هغه موضوعاتو خبرې وکړئ چې تاسې خواشیني کوي.

  • د ځان د بدلولو هڅه مه کوئ یاهم د یو چا په څېر د جوړېدو هڅه مه کوئ او پرځای پخپل ځان ویاړ وکړئ.

  • هڅه وکړئ چې د مثبتو خلکو ترمنځ واوسئ، له یو څخه تر دوو ساعتونو پورې منفي فکرو خلکو سره ناسته پوره یوه اوونۍ پر ذهن اغېزې کوي.

  • د هرې ورځې په پای کې هر څه درسره ولیکئ او په سبا یې خپل تېروتنې اصلاح کړئ.

دا هم ولولئ

ښځه او سړى

په لومړي نظر نارینه په ښځو کې څه ویني؟

ارواپوهنه د انساني تجربو په مطالعه او د انساني دماغو د مختلفو احساساتو، جذباتو او …