د سويلي افريقا مخکښ توپوهونکى اې بي ډيويليرز د نړۍ غوره توپوهونکى دى، چې درې ځل د اى سي سي د کال غوره لوبغاړى او همدا راز د لسيزې غوره لوبغاړى هم نومول شوى دى.
نوموړى چې پوره نوم يې ابراهام بينجامين ډي ويليرز دى، په ١٩٨٤ کال کې د فبرورۍ په ١٧مه نېټه په پريټوريا کې زېږېدلى دى، چې نن يې ٣٧مه کليزه ده.
ښي لاسى ويکټ ساتونکى او توپوهونکى اې بي ډيويليرز په ٢٠٠٤ کال کې لومړۍ ټېسټ، په ٢٠٠٥ کال کې لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ او په ٢٠٠٦ کال کې لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د سويلي افريقا لپاره ترسره کړې ده.
نوموړى د مسټر ٣٦٠ په نوم هم پېژندل کېږي او د نړۍ غوره توپوهونکى دى، چې ډېر ستر ريکارډونه په خپل نوم لري.
Happy Birthday to the man who’s the closest a cricketer has come to a superhero!
Mr. 360 @ABdeVilliers17 turns 37 #OnThisDay pic.twitter.com/xXh6BEJFBB
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) February 17, 2021
نوموړي له هر ډول نړيوال کرکټ څخه استعفا هم ورکړې وه، خو لامل يې د سويلي افريقا کرکټ بورډ له مشرتابه سره اختلاف و، چې نوموړي غوښتل د سويلي افريقا لپاره يو ځل بيا په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ولوبېږي.
نوموړي د سويلي افريقا لپاره ١١٤ ټېسټ، ٢٢٨ نړيوالې يو ورځنۍ او ٧٨ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټېسټ لوبو کې ٨٧٦٥ منډې کړې دي، اوسط يې ٥٠.٦٦ دى او په يوه لوبه کې يې ٢٧٨ ناسوځېدلې زياتې منډې دي. ٢٢ سليزې او ٤٦ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.
په ٢٢٨ يو ورځنيو لوبو کې هغه ٩٥٧٧ منډې کړې دي چې اوسط يې ٥٣.٥٠ دى او په يوه لوبه کې يې ١٧٦ ناسوځېدلې منډې هم کړې دي، ٢٥ سليزې او ٥٣ پنځوسيزې يې هم وهلي دي، ٢٠٤ شپږيزې يې هم وهلي دي.
په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې نوموړي ١٦٧٢ منډې کړې دي چې اوسط يې ٢٦.١٢ او سټرايک رېټ يې ١٣٥.١٦ دى، په يوه لوبه کې نوموړي ٧٩ زياتې منډې هم ترلاسه کړې دي او ١٠ پنځوسيزې يې وهلي دي.
همدا راز نوموړي ٣٢٥ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي، چې ٩١١١ منډې يې کړې دي او ١٣٣ ناسوځېدلې يې زياتې منډې دي، د هغه اوسط ٣٧.٤٩ دى او سټرايک رېټ يې ١٥٠.١٩ دى، ٤ سليزې او ٦٧ پنځوسيزې يې وهلي دي.
نوموړى د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لپاره لوبېږي.