کورپاڼه / روغتيا / آیا له خوراک کولو وروسته د خېټې د پړسوپ او ګیس ستونزې لرئ؟

آیا له خوراک کولو وروسته د خېټې د پړسوپ او ګیس ستونزې لرئ؟

ډېری وخت داسې هم پېښېږي چې د خوندورو او غوره خوراکي توکو له خوړلو وروسته د آرام کولو یاهم د کار کولو لپاره تیار یو، خو ناڅاپه مو د خېټې حجم یو په دوه شي او ورسره څنګ کې د درد او ګیس ستونزې هم وي، چې دا ټول د خېټې د پړسوب نښې نښانې ګڼل کېږي او ډېر سببونه هم لري د مثال په توګه ځینې ناروغۍ هم د خېټې د پړسوب لامل ګرځي.

د خېټې د پړسوب ستونزه یوه عامه ستونزه ده او د خوښۍ خبره داده چې په خوراکي توکو کې لږ غوندې بدلون ذکر شوې ستونزه حل کوي، دلته مو ځینې داسې لارې چارې په ګوته کړي چې د خېټې د پړسوب ستونزې حل کوي.

هغه خوراکي چې د خېټې د پړسوب لامل ګرځي؟

کاربوهایډریټ، غوړ یا وازده او پروټین د خېټې د پړسوب لامل ګرځي او هغه توکي چې دا ستونزه نوره هم سختوي لکه مڼه، زړي، ګلپي، له شېدو څخه جوړ شوي توکي، پیاز، شفتالو او ناک د یادولو وړ دي.

په خوراکي توکو کې فایبر په نظر کې ونیسئ:

فایبرو لرونکي توکي لکه غلې، زري او دال د خېټې د پړسوب لامل ګرځي، که څه هم دا توکي د روغتیا لپاره ګټور وي، خو ډېر فایبر د خېټې پړسوب رامنځته کوي، فایبر روغتیایي توکی دی، خو استعمال یې باید ورو ورو ډېر شي.

مالګې ته پاملرنه وکړئ:

په خوراکي توکو کې د ډېرې مالګې استعمال د ډېرو نورو ناروغیو په ګډون د وینې لوړ فشار هم رامنځته کوي او که استعمال یې ډېر شي نو د خېټې پړسوب رامنځته کوي.

وازده لرونکي خواړه مه استعمالوئ:

د وازده لرونکو خوړو د هضم لپاره ډېر وخت ته اړتیا وي او د استعمال پر مهال ډېر ورو له غذایي نلونو څخه تېرېږي چې د خېټې پړسوب رامنځته کوي او سره کړي خواړه هم ذکر شوې ستونزه رامنځته کوي.

خواږه څښاک کم کړئ:

یخ څښاک یعنې هغه څښاک چې کاربونیټډ او سوډا لري چې د خېټې د پړسوب لامل ګرځي، نو هڅه وکړئ چې له ذکر شوو توکو څخه ډډه وکړئ.

په آرام سره خوراک وکړئ:

که چېرته په بېړه سره خوراک کوئ او خواړه روغ تېروئ، نو دا هم د خېټې د پړسوب ستونزې راولاړوي او د خوراکي توکو ژوول لږه کالوري د بدن په برخه کوي.

قدم ووهئ:

د ښې روغتیا لپاره ورزش کول اړین وي، نو هغه څوک چې د خېټې د پړسوب ستونزې لري ورزش دې وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …