کورپاڼه / خبرونه / فاف ډوپليسي له ټېسټ کرکټ څخه استعفا ورکړه
فاف ډوپليسي

فاف ډوپليسي له ټېسټ کرکټ څخه استعفا ورکړه

د سويلي افريقا مخکښ توپوهونکي فاف ډوپليسي له ټېسټ کرکټ څخه استعفا ورکړه او وايي غواړي چې په شل اوريزو لوبو ټول پام ځانګړى کړي.

٣٦ کلن فاف ډوپليسي، چې د سويلي افريقا يو مخکښ ټېسټ توپوهونکى دى، نوموړى د سويلي افريقا لوبډلمشر هم پاتې شوى دى، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې له ټېسټ سياليو څخه استعفا اعلان کړې ده.

نوموړي په انسټاګرام کې ليکلي دي، چې دا ښه وخت دى، چې زه نور له ټېسټ سياليو څخه استعفا ورکړم.

هغه ليکي، زه ډېر زيات خوشحاله يم چې د خپل هېواد لپاره لوبېدلى يم او دا زما لپاره ستر وياړم، له دې وروسته غواړم چې په راتلونکو دوه کلونو کې دوه نړيوالو شل اوريزو جامونو ته ځان چمتو کړم.

فاف ډوپليسي د سويلي افريقا لپاره ٦٩ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چې په ٣٣ لوبو کې هغه په خپله لوبډلمشر و، نوموړي ١٠ سليزې وهلي دي.

نوموړي په ٢٠١٢ کال کې د اسټراليا پر وړاندې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کړې وه، چې ښه لوبه يې کړې وه او د لوبې د غوره لوبغاړى هم اعلان شوى و.

فاف ډوپليسي وايي، که چېرته ماته ١٥ کاله مخکې چا ويلي واى، چې ته به د سويلي افريقا لپاره ٦٩ ټېسټ لوبې وکړې او لوبډلمشر به هم پاتې شي، نو ما به پرې يقين نه واى کړى.

نوموړي له خپلو مينه والو او ملاتړو هم مننه کړې ده او د خپلو ملګرو څخه يې هم مننه کړې ده.

دا هم ولولئ

راشد خان د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې د چټکې پنځوسیزې …