کورپاڼه / هنر او کلتور / ناویا نندا: د اداکارۍ یا هنرمندۍ اراده نه لرم؛ پلار سره مې کاروبار کول غواړم

ناویا نندا: د اداکارۍ یا هنرمندۍ اراده نه لرم؛ پلار سره مې کاروبار کول غواړم

د بالیووډ د شهنشاه امیتاب بچن لمسۍ ناویا نویلي نندا ویلي، چې د اداکارۍ یا هنرمندې اراده نه لري، بلکې د خپل پلار نکل نندا سره په کورنۍ سوداګرۍ کې برخه اخلي.

یاده دې وي چې ناویا نویلي نندا د امیتاب بچن د لور شویتا بچن نندا لور او د ابیشک بچن خورزه ده.

نوموړې تېر کال د نیویارک د فورډهیم پوهنتون څخه په ډیجیټل ټیکنالوژښ او د UX ډیزاین په برخه کې یې سند ترلاسه کړی او د آرا روغتیایي بنسټ شریکه بنسټ ایښودونکې ده، چې د ښځو د روغتیا ساتنې په برخه کې کار کوي.

دغه راز نوموړې په دې وروستیو کې د نویلي په نوم د پروژې پیل هم کړي، چې دې ادارې خپل ځان په هند کې د جنسیت مساواتو ته ځانګړی کړی دی.

ناویا نویلي وایې نوموړې د خپلې کورنۍ څلورم نسل او لومړنۍ ښځه ده چې کاروبار پیلوي.

په دې اړه نوموړې وایي چې دی ویاړ کوي، چې د کورنۍ هغه میراث پرمخ وړي چې له غور نېکه ایچ پي نندا څخه ورته پاتې دی.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …