کورپاڼه / خپلواک / یوې پاکستانۍ سندرغاړې مودي په انتحاري جامو ګواښلی

یوې پاکستانۍ سندرغاړې مودي په انتحاري جامو ګواښلی

خپلواک وېبپاڼه(۲۳ اکتوبر ۲۰۱۹): یوې پاکستانۍ پاپ سندرغاړې رابي پیرزاده ځانمرګي واسکټ ته ورته جامې اغوستې او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي يې پرې ګواښلی دی.

رابي پيرزاده ځانمرګي واسکټ ته ورته جامې اغوستې او وروسته یې خپل عکس په خپل ټويټر کې خپور کړی دی.

دې سندرغاړې په خپل دې خپور کړي انځور سره مودي ګواښلی او ورته لیکلی یې دي: «مودي هېټلره! کشمیر زموږ دی او خپلوو به یې.»

د دې عکس په خپرولو سره د نوموړې سندرغاړې پر ټويټر بې شانه کمېنټونه وشول او زیات رش پرې جوړ شو.

د نوموړې په دې انځور ګڼ شمېر هندیانو هم غبرګون ښوودلی، نظرونه یې پرې ورکړي، ټوکې یې پرې وهلې او حتا ریشخند کړې یې ده.

ګڼو هندیانو په خپلو پوسټونو او نورو ټولنیزو شبکو کې دا د پاکستان ملي جامه بللې او ویلي یې دي، چې په اصل کې باید په دې هېواد کې له ترهګرو ډلو څخه د ملاتړ مخه پرې ونیول شي.

هندیانو د دې انځور په غبرګون کې لیکلي: «وای وای!! تاسو د پاکستان په دې دودیزو جامو کې ډېر ښه ښکارئ.»

د ټولنیزو شبکو یوه بل هندي کاروونکي لیکلي: «اوس نو باید د پاکستان له لومړي وزیر عمران وغواړئ، چې دا جامه د پاکستان د ملي جامې په توګه اعلان کړي.»

دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان دغه پاپ سندرغاړې په دې ډول یوه کار لاس پورې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم یوه وېډیو خپره شوه، چې ګڼ ماران یې ترځان تاو کړي و او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي يې پرې ګواښه.»

نوموړې په دې وېډیو کې د جمو او کشمیر په اړه د هند د حکومت وروستي دريځونه ردول او مودي یې د مارانو پر برید ګواښه.

پیرزاده په خپلې دې وېډیو کې ویل، چې دا ماران یې د مودي لپاره ساتلي او دا د هغه لپاره یوه ځانګړې ډالۍ ده.

دا هم ولولئ

آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

د خېټې یا معدې درد یوه داسې ستونزه ده چې ډېری خلک پرې اخته کېږي …