کورپاڼه / روغتيا / هغه کسان چې په ځوانۍ ډېر مجلسونه (پارټۍ) کوي، په زړښت کې له زیانونو سره مخ کېږي

هغه کسان چې په ځوانۍ ډېر مجلسونه (پارټۍ) کوي، په زړښت کې له زیانونو سره مخ کېږي

د یوې نوې څېړنې له مخې ثابته شوې، چې په کم عمرۍ یا د ځوانۍ پرمهال د ډېرو مجلسونو یا پارټۍ کولو او د زړه د ناروغیو ترمنځ اړیکه شتون لري.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې د امریکا د لویزیانا د سټیټ پوهنتون ساینسپوهانو له لسو لکو څخه په ډېرو کسانو څېړنې ترسره کړي او د پایلو له مخې یې ویلي دي، چې په کم عمرۍ یا د ځوانۍ پرمهال سختې پارټۍ یا مجلسونه کول (هغه مجلسونه یا پارټۍ چې غیر روغتیایي خواړه پکې وي، سګریټ څکول، نڅا کول او د شراب څښاک پکې وي) د زړه په ناروغیو د اخته کېدو خطر نهه ځلې زیاتوي او مخکې له وخته د مړینې خطر ډېروي.

په دې څېړنه کې ساینسپوهانو له لسو لکو څخه په زیاتو کسانو کې د دوی د عمر په دویمه او دریمه لسیزه کې د دوی د مجلسونو یا پارټۍ کولو عادت او په راتلوونکې ژوند کې یې د زړه په ناروغیو د اخته کېدو خطر څېړلی او پایلې یې خپرې کړي دي.

د څېړنو له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې د ځوانۍ پرمهال یا د عمر په دویمه او دریمه لسیزه کې سخت مجلسونه کوي، د عمر په ډېرېدو یې د زړه د ناروغیو خطر نهه برابره ډېرېږي او مخکې له وخته یې د مړینې خطر څو برابره ډېرېږي. د څېړونکې ډلې مشر ډاکتر انتوني واین ویلي دي، چې په ښځو کې د سختو مجلسونو کولو دغه زیانونه د نارینه وو په پرتله څو ځلې ډېر وي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …