کورپاڼه / جالب / هغه چینایي چې په بوټانو پورې د (۱۵۰) کیلو ګرامو وزن په تړلو ورزش کوي

هغه چینایي چې په بوټانو پورې د (۱۵۰) کیلو ګرامو وزن په تړلو ورزش کوي

له چین څخه د یو په زړه پوري راپور له مخې ویل کېږي، چې یو چینایې پخپلو بوټانو پورې د یو سلو پنځوس (۱۵۰) کیلو ګرامو وزن په تړلو ورزش کوي.

دوه څلویښت کلن ژهینګ انشن له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پخپلو بوټانو پورې د یو سلو پنځوس کیلو ګرامه وزن په تړلو ورزش کوي او په لومړي ځل یې اتلس کیلو ګرامه وزن پخپلو بوټونو پورې تړلی او ورزش یې پیل کړی و او دادی اوسمهال د یو سلو پنځوس کیلو ګرامه وزن په تړلو سره ورزش کوي.

نوموړی وایي، چې د بوټان وزن یې دده د وزن دوه برابره دی او کله یې چې پر پښو کړي، نو په شلو دقیقو کې له پنځوس میترو څخه ډېر مزل کولی شي او هره ورځ ددې بوټانو پر پښو کولو سره له دوه سوو څخه تر درې سوه میترو پورې مزل کوي.

ژهینګ وایې، چې له تېرو پنځو میاشتو چې دغه بوټان یې پر پښو کړي، په بدن کې یې څرګند بدلونونه رامنځته شوي او په دې ورزش سره یې د پښو هډوکي او عضلې پیاوړي شوي او د وینې په جریان کې یې ښه والی رامنځته شوی.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …