کورپاڼه / روغتيا / لږه اندازه ادرک (زنجبیل) راواخلئ، د بالښت لاندې یې کېږدئ او لاندې ګټې ترلاسه کړئ

لږه اندازه ادرک (زنجبیل) راواخلئ، د بالښت لاندې یې کېږدئ او لاندې ګټې ترلاسه کړئ

ادرک د انسان د عمومي روغتیا لپاره ډېر ګټور وي، درد ختموي او د ادرکو له چایو څخه په ډېره اندازه ویټامین سي ترلاسه کېږي، چې بیا د روغتیا لپاره اغېزمن رول لوبوي، که چېرته د سفر اراده لرئ نو له سفر څخه دمخه یوه پیاله د ادرکو چای وڅښئ.

لږه اندازه ادرک راواخلئ او د بالښت لاندې یې کېږدئ، ویده شئ او په دې ډول د خېټئ د ګیس ستونزئ حل کړئ. دغه راز ادرک د بندونو درد له منځه وړي، د معدې ګرمښت ختموي، حافظې ته پیاوړتیا ورکوي او د سینې د سوخت د را پیدا کولو عناصر له منځه وړي. که چېرته لږ غوندې ادرک راواخلو او د بالښت لاندې یې کېږدو نو د ساه اړوند ټولې ناروغۍ له منځه وړي او په ناڅاپي ډول د زړه له حملې څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

دغه راز که چېرته ادرک د بالښت لاندې کېښودل شي، د ښه خوب لامل ګرځي او ذهني فشار له منځه وړي.

ادرک یو له هغه سبزیجاتو له جملې څخه دي، چې د ترکارۍ د خوند لپاره استعمالېږي او په کورنۍ درملو کې هم کارول کېږي او د خېټې د ګیس ستونزې ختموي، که چېرته له خوړو څخه وروسته د ادرکو چای استعمال شي نو د هضم په مرحله کې ښه والی راولي، د تشو میتازو سوخت له منځه وړي، زکام ختموي خو که چېرته یې خوند ښه نه وي نو شات یا لېمو پکې ور ګډ کړئ.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …