کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې د ځیګر د خرابېدو سبب ګرځي

هغه خوراکي توکي چې د ځیګر د خرابېدو سبب ګرځي

ځیګر زموږ د بدن دویمه مهمه لویه برخه ده، چې د هضم په مرحله کې مهم رول لوبوي او هر هغه شی که هغه خواړه وي یا درمل د ځیګر له لارې معدې ته ځي او ځیګر د خوړو په هضمولو، د انرژۍ په ذخیره کولو او د زهرجنو توکو د ایستلو دنده پر غاړه لري، خو ځینې خوراکي توکي او عادتونه داسې وي چې د وخت په تېرېدو ځیګر ته زیان اړوي او د مختلفو ناروغیو سبب یې ګرځي. نو راځئ چې هغه توکي یا شیان وپېژنو چې زموږ ځیګر ته زیان رسوي.

د خوږو شیانو استعمال:

هغه کسان چې ډېر خواږه شیان خوري ځیګر ته زیان رسوي او د شکر او نورو ناروغیو خطر یې هم ډېروي، ددې سبب دا وي چې ځیګر شکر په وازده بدلوي، نو که چېرته په خوراکي توکو کې بوره ډېره وي نو ځیګر په هماغه اندازه وازده جوړوي او د ناروغیو لامل یې ګرځئ.

د سپلیمنټو استعمالول:

د یوې څېړې له مخې ویل کېږي چې د هربل سپلیمنټ ځیګر اغیزمنوي چې بیا د ژېړي او د ځیګر د خرابېدو سبب ګرځي، نو مخکې له استعمال یې له ډاکتر سره مشوره وکړئ.

چاغښت:

په ځیګر کې د اضافي وازدې راټولېدل د چاغښت لامل ګرځي او د ځیګر د سوخت سبب هم کېږي. د وخت په تېرېدو سره ځیګر سختېږي او عضلې د زخمي کېدو سره مخ کېږي او هغه کسان چې په منځني عمر کې د چاغښت ستونزه ولري، د شکر د ناروغۍ خطر یې ډېر وي.

یخ څښاک:

له یوې څېړنې څخه معلومه شوې هغه کسان چې ډېر خواږه او یخ څښاک استعمالوي، پر ځیګر یې د وازدې د ډېرېدو خطر ډېرېږي.

د درد ضد درمل:

د هغه درملو ډېر استعمال چې د درد لپاره استعمالېږي، د ځیګر لپاره زیانمن تمامېږي.

کوښښ وکړئ چې هغه خوراکي توکي استعمال کړئ چې د ځیګر لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …