د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د پورن کنګ په نوم د غیر اخلاقي فلمونو د صنعت اداکار لیري فلاینټ څه ورځې مړ شوی، چې اوسمهال یې د جنازې لپاره داسې تیاریانې نېول شوي، چې باور به مو را نه شي.
د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې د لیري فاینټ د جنازې لپاره په لوڅ بدن سره نڅا کوونکې موډلې، ژوندۍ موسیقي، شراب او د داسې شیانو ترتیبات نېول شوي، چې بېخي په جنازې پورې اړه نه لري.
راپور زیاتوي چې د نړۍ دغه جالبه او حیرانوونکې جنازه په حقیقت کې د ساز او موسیقې د محفل مترادف به وي، چې د ترتیبوونکو لخوا د پنځوس ډالرو ټکټ هم لري.
یاده دې وي چې لیري فلاینټ په ۱۹۴۲ کال د نومبر په اوله نیټه زېږېدلی و او د روان کال (۲۰۲۱) د فبرورۍ د میاشتې په لسمه نیټه مړ شوی دی، نوموړي ډېرې غیر اخلاقي مجلې، د غیر اخلاقو فلمونو ښودونکې درې د تلویزون چینلونه او د یو پروډکشن څښتن دی.