د انګلیستان د لومړي وزیر په دفتر د لسو کلونو نه هېرېدونکو خدمتونو له ترسره کولو وروسته ماوس مانسټر پېشو تقاعد شوه.
ډېر به مو اورېدلي وي چې شخص په دولت کې د ټاکلي مودې له کار کور کولو څخه وروسته تقاعد شو، خو د انګلیستان د لومړي وزیر په دفتر کې یو پیشو له خپلې کاري مودې څخه وروسته تقاعد شوه.
هو، دا کومه عادي پیشو نه ده، بلکې د تېرو لسو کلونو څخه هغه وخت چې د څلورو کلونو وه، د لومړي وزیر په دفتر کې د موږکانو د ښکار لپاره ګمارل شوې وه.
د پېشو اصلي نوم لیري دی خو د موږکانو له ښکار کولو د لومړني ماموریت په بشپړولو ورته د چیف ماوسر یا د موږکانو د مشرې لقب ورکړل شو.
لیري لس کله وړاندې هغه وخت په دنده وګومارل شوه، کله چې لومړي وزیر دفتر ته نږدې یو تور رنګ غټ موږک وليد. د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې لیري ته د انګلیستان له دریو لومړیو وزیران سره د کار کولو ویاړ ور په برخه دی.
د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه پیشو د کوڅه ډبو سپیو او پیشوګانو ته د جوړ شوي کور څخه راوړل شوې وه.
لیرې د نړۍ په ټولو ټولنیزو رسنیو کې د لوی شهرت لرونکي ده او هره رسنۍ ورته د راپور پرمهال (ماوس منسټر) یعنې د موږکانو د وزیرې اصطلاح کاروي.
یاده دې وي چې لیري د ټویټر یو اکونټ هم لري، چې د مینوالو شمېر تر پنځه څلویښت زرو پورې رسېږي.