کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د دولتي کارکوونکو په معاشونو کې ۲۰۰۰ افغانۍ زیاتېږي
ولسي جرګه

د دولتي کارکوونکو په معاشونو کې ۲۰۰۰ افغانۍ زیاتېږي

د ولسي جرګې غړي په دې وتوانېدل چې حکومت دې ته راضي کړي چې د دولتي کارکوونکو په معاشونو کې ۲۰۰۰ افغانۍ ورزیاتې کړي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی جاوېد ساپی وايي، چې حکومتي مسوولین مو قانع کړل تر څو د ملکي خدماتو کارکوونکو معاش زیات کړي.

د دې معاشونو په زیاتولو سره به ۱۰ میلیارده افغانۍ په بودیجه کې زیاتې شي، چې ۵ میلیارده به ورته اوس د یو ځانګړي کوډ او نورې به وروسته ورته راپېدا شي.

جاوېد ساپي په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکي:” زموږ د دولت د ویاړلو او مظلومو کارکوونکو لپاره ښه زیری:

ښه زیری دادی

حکومتي مسولین مو قانع کړل ترڅو د دولت د ملکي خدماتو کارکوونکو (معلم، مامور او اجیر) لپاره په نوي مالي کال کې د میاشتې 2000 افغانۍ د معاش ډیروالی ومني.

دې د برخې لپاره ټوله اړتیا تقریبآ 10 میلیارده افغانۍ کیږي چې د بودیجې په نوې مسوده کې به اوس مهال ورته 5 میلیارده افغانۍ په یوه ځانګړي کود کې بیلې شي او نوره ونډه به ورته دکال په د ننه کې د نورو برخو څخه سپما کیږي. د یادونې وړ ده چې د معاشاتو دا طرحه به د قانوني مراحلو وروسته د 1400 مالي کال د حمل میاشتې څخه د اجرا وړ وي.”

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …