کورپاڼه / خبرونه / اى سي سي محمد نبي ته کومه جايزه نه ده ورکړې
محمد نبي

اى سي سي محمد نبي ته کومه جايزه نه ده ورکړې

له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې داسې خبرونه خپرېږي، چې ګوا کې د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د افغانستان تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي ته د اخلاقي لوبغاړي جايزه ورکړې ده.

خو زموږ د معلوماتو له مخې، اى سي سي نه يوازې دا چې محمد نبي ته داسې کومه جايزه نه ده ورکړې، بلکې هېڅ لوبغاړي ته يې په دې ورځو کې د اخلاقي لوبغاړي کومه جايزه نه ده ورکړې.

د کرکټ نړيواله شورا چې کومو لوبغاړو ته جايزې ورکوي، د هغوى په ټولنيزو رسنيو او وېبپاڼه کې يې حتماً نومونه او عکسونه خپرېږي، خو له تېرې يوې اونۍ راهيسې اى سي سي د محمد نبي يا بل کوم لوبغاړي ته د داسې جايزې ورکولو په اړه څه نه دي ويلي.

محمد نبي ته د اخلاقي جايزې ورکولو په تړاو نه يوازې دا چې ځينو مشهورو خبريالانو په ټولنيزو رسنيو کې پوسټونه کړي دي، بلکې ځينو رسنيو هم په دې اړه خبرونه خپاره کړي دي.

د کرکټ نړيواله شورا (اى سي سي) چې هر کال او هره لسيزه به يې غوره لوبغاړي ټاکل او جايزې به يې ورکولې، اوس يې تازه هره مياشت د غوره لوبغاړو ټاکل هم پيل کړي دي، چې د جنورۍ په مياشت کې په لومړي ځل يې غوره لوبغاړي اعلان کړل.

خو دا يوازې هغه لوبغاړي دي، چې په يوه مياشت کې ښه لوبه ترسره کوي او د هغوى د يوې ځانګړې ډلې او مينه والو له لوري ورته رايې ورکول کېږي.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …