کورپاڼه / جالب / په امریکا کې د یو تمساح له معدې څخه د بوټ د ایستلو لپاره عملیات ترسره شول

په امریکا کې د یو تمساح له معدې څخه د بوټ د ایستلو لپاره عملیات ترسره شول

په امریکا کې د یو تمساح د بوټ له تېرولو څخه وروسته ډاکتران دې ته اړ شول، چې عملیات یې ترسره کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت په یو ژوبڼ کې یو تمساح هغه وخت له ستونزو سره مخ شو، کله چې له پاسه یو بوټ د تمساح په خوله ور ولوید.

ویل کېږي چې بوټ د تمساح په معده کې نښتی و او په سبب یې له سختو ستونزو سره مخامخ و، چې بیا ډاکتران دې ته اړ شول چې عملیات یې ترسره کړي.

د فلوریډا د وترنرۍ پوهنتون ډاکتران وایي، چې دوی ته د فبرورۍ په پنځمه نیټه یوولس فوټه اوږد تمساح راوړل شو. دوی وایي چې تمساح په لومړیو کې بوټ بېرته ګرځولی و، خو بیا یې تېر کړ او په معده کې نښتی و.

ډاکترانو هڅه وکړه چې تمساح قۍ یا کانګو کولو ته وهڅوي، خو بریالي نه شول او عملیات یې ترسره کړل او له عملیاتو وروسته هم د ډاکترانو د څارنې لاندې و او بیا یې بېرته ژوبڼ ته وسپاره.

Loading...

دا هم ولولئ

ايفون موبايل او ايپل جوس

د ايپل ايفون اخيستونکې ښځې ته د ايپل جوس ورولېږل شو

يوې چينايۍ ښځې د ايپل په رسمي وېبپاڼه د ايفون ١٢ پرو مېکس موبايل اخيستى …