کورپاڼه / بېلا بېل / د کوژدې د ګوتمۍ لپاره ولې د لاس څلورمه ګوته انتخابېږي؟ ډېر په زړه پورې لامل لري

د کوژدې د ګوتمۍ لپاره ولې د لاس څلورمه ګوته انتخابېږي؟ ډېر په زړه پورې لامل لري

ډېر به مو لېدلي وي چې د کوژدې په مراسم کې کله چې ګوتمۍ په ګوته کېږي، نو د لاس څلورمه ګوته ورته انتخابېږي، خو آیا پوهېدئ چې ولې دا ګوته د ګوتمۍ لپاره انتخابېږي، سبب یې څه دی؟

ویل کېږي چې ددې وجه ټول هغه پخواني تصورات ول، چې اوسني ساینس غلط ثابت کړي، خو اوسمهال بیاهم ډېر خلک ورباندې باور لري او یاهم پرته له سوچ کولو پرې عمل کوي، چې زموږ په هیواد کې یې د کوژدې په ورځ په ګوته کوي او په غربي هیوادونو کې یې د واده پر ورځ په ګوته کوي.

د ګوتمۍ لپاره د څلورمې ګوتې د انتخابولو تر شا یو تاریخي لامل پروت دی، چې ډېر په زړه پوری هم دی. ویل کېږي چې دغه دود د لومړي ځل لپاره لرغوني مصر کې رامنځته شو او تر شا یې منطق دا و، چې په څلورمه ګوته کې یو حساس رګ وي، چې تر زړه پورې رسېږي، خو موږ ټول اوس په دې پوه شوي یو چې زړه یوازې د بدن یو غړی دی، چې وینه پمپ کوي، خو پخوا وختونو کې ویل کېدل، چې دا د احساساتو مرکز دی، چې لار یې له څلورمۍ ګوتې څخه پیل شوې.

یوازې مصر نه بلکې د لرغوني یونان او روم اوسیدونکو هم د لاس څلورمه ګوته د ګوتمۍ لپاره انتخابوله او باور یې درلود چې په دې ګوته کې د مینې رګ شتون لري، که څه هم دا ډول کوم رګ په دې ځانګړې ګوته کې شتون نه لري، خو اوسمهال هم په ټوله نړۍ کې ددې تاریخي دود پالنه کېږي، چې ځینې یې په کیڼ لاس کوي او ځینې یې بیا په ښي لاس په ګوته کوي.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …