د افغانستان کرکټ بورډ يو شمېر چټک توپ اچونکي موندلي دي، چې ان تر ١٤٠ سرعت پورې چټکه توپ اچونه ترسره کوي او وايي چې د لا ډېرې روزنې لپاره يې هند ته لېږي.
د کرکټ بورډ د پرمختيايي څانګې مسوولينو د ملي سپورټ سره په خپلو خبرو کې ويلي دي: ((د چټکو توپ اچونکو د موندلو له دوو پړاوونو څخه يې ٧ هغه توپ اچونکي موندلي چې تر ١٣٥ يې پورته حتا تر ١٤٠ پورې سپېډ ويشتلى دى.))
دوى زياتوي: ((دغه بالران ۴ يې د اوسني پړاو او ۳ يې د مخکنۍ پروسې څخه راپیدا کړي، چې د لا روزنې په موخه يې هندوستان ته ليږي.))
د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ څو کاله مخکې هم د چټکو توپ اچونکو د موندلو لپاره يوه پروسه په لار اچولې وه، خو وروسته په نيمايي کې پاتې شوه، چې اوس يو ځل بيا د چټکو توپ اچونکو په لټه کې دي.
افغانستان هغه هېواد دى، چې ډېر مخکښ سپينر توپ اچونکي لري، خو اوسمهال د چټکو توپ اچونکو له کمښت سره مخ دى.